د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ یو پخوانی سلاکار کانګریس ته د اهانت له کبله په ۴ میاشتو بند محکوم شو


د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو پخوانی سلاکار سټیف بینن چې په کانګرس ماڼۍ د ټرمپ د پلویانو لخوا د برید کولو په قضیې کې یې د همکارۍ څخه انکار کاوه ، جمعه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) په څلورو میاشتو بند تیرولو محکوم شو.

قاضي کارل نیکولز ښاغلي بینن ته د بند تیرولو د دې سزا تر څنګ حکم وکړ چې باید ۶۵۰۰ امریکایي ډالر جریمه هم ورکړي خو د محکمې د حکم پر ضد یې د استنیاف حق ورکړ او له همدې کبله ورته اجازه ورکړل شوه چې د اوس لپاره بندي نشي.

د ډونالډ ټرمپ دا پخوانی سلاکار د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې په دوو قضیو کې مجرم بلل شوی و ځکه هغه پدې کې پاتې راغلی و چې د متحده ایالاتو د استازو مجلس هغې ځانګړې کمیټې ته اسناد او شاهدي ورکړي چې د کانګرس په ماڼۍ د جنوري د میاشتې د ۶مې نیټې برید کولو په هکله تحقیقات کوي.

سره لدې چې څارنوالو سټیف بینن ته د ۶ میاشتو بند غوښتنه کړې وه خو قاضي ورته یوازې د ۴ میاشتو سزا ورکړله.

څارنوالانو په محکمې کې وویل چې ښاغلی بینن د "قانون څخه پورته ندی" او له همدې کبله دا قضیه ډیره مهمه ده.

د بینن مدافع وکیل بیا ویلي چې د کانګرس سره د نه همکارۍ پریکړه د وکیل په مشورې شوې او دا پریکړه وروسته تر هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي امتیاز څخه ګټه واخیسته او پدې معنی چې د سپینې ماڼۍ ځیني تماسونه نشي په ډاګه کیدلی.

د کانګرس هغه ځانګړې کمیټه چې د جنوري د ماشتې د ۶مې نیټې برید په هکله تحقیقات کوي، ویلي چې سټیف بینن په هماغه ورځ چې د ټرمپ پلویانو د کانګرس په ماڼۍ برید کاوه، دوه ځله یې د پخواني جمهور رئیس سره خبرې کړي او هم یې د واشنګټن په یو هوټل کې د پلان جوړوونې په یوې غونډې کې برخه اخیستې وه.

په ۲۰۲۱کال کې د ښاغلي ټرمپ ځینو پلویانو هغه وخت د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړ چې په انتخاباتو کې د ولسمشر جوبایډن د تائیدۍ بهیر روان و.

په تحقیقاتو کې همدغه راز ویل شوي دي چې ښاغلي بینن هلې ځلې کولې چې کانګرس د ښاغلي بایډن مخه ونیسي. ښاغلي بایډن په ټاکنو کې مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړې وه.

که څوک په کانګرس باندې په برید کولو تورن وپېژندل شول، سزا یې لس میاشتې حد اکثر زندان او ۱۰۰زره ډالر جریمه کیږي.

سټیف بینن ۶۸ کلن دی او په ۲۰۱۶ کال کې چې ډونالډ ټرمپ انتخاباتو ته ولاړ و، د پکې مهم نقش درلود.

XS
SM
MD
LG