د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د امریکا په بندرونو کې د ۱۰میلیارد ډالرو پانګونې هڅه کوي


قطر په پام کې لري چې د متحده ایالاتو په بندرونو کې لږ تر لږه لس میلیارد ډالر پانګونه وکړي او ددغې طرحې د تمویل لپاره یې د نړیوالو بانکونو سره اړیکه هم نیولې ده.

د رویترز خبري اژانس په یو ځانګړي رپوټ کې د باخبره منابعو په قول لیکلي چې په لومړي ګام کې قطر پړاو په پړاو د امریکا د متحده ایالاتو د ختیځو سواحلو په بندرونو کې پانګونه کوي او دغه طرحه په ابتدایي پړاونو کې ده.

سره له دې چې قطري منابعو پدغه هکله له خبرو کولو ډډه کړې، ددغو پروژو یو امریکایي سلاکار مایک فرودل، چې سمندري امنیت، تجارت او زیربناوی په کې شاملې دي، ویلي دي چې قطري چارواکي د یو کال راهیسې د متحده ایالاتو په بندرونو کې د پانګې اچونې په هکله ارزونې کوي.

ښاغلي فرودل، وویل چې قطر به په هغو بندرونو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي چې لویو لارو او ریل ګاډو ته اسان لاس رسی ولري.

د متحده ایالاتو کانګرس د نومبر په میاشت کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ۱.۲تریلیون ډالرو انکشافي بودجه منظوره کړه چې د زیربناو د غښتلي کیدو لپاره په پام کې نیول شوی ده. پدې بودجه کې ۵.۲۲ میلیارد ډالر د بندرونو د پراختیا لپاره په پام کې نیول شوي. که څه هم داسې اټکل کېږي چې د امریکا د ۳۶۰موجودو بندرونو د زیربناو لپاره په لسګونو میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

د متحده ایالاتو سره د قطر اړیکې پدې وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د کوربتوب او په دوحه کې د امریکا-طالبانو د موافقې د لاسلیک کیدو وروسته او همداشان د افغانستان څخه د امریکا د تخلیې په بهیر کې د همکارۍ په وجه ډیرې ښه شوي دي.

واشنګټن او دوحه د نومبر په میاشت کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې قطر په افغانستان کې د امریکا د دپلوماتیکو علایقو استازیتوب کوي.

XS
SM
MD
LG