په متحدو ایالتونو کې وار دمخه د منځمهالو ټاکنو لپاره په یو شمېر ایالتونو کې رایې اچوونې پیل شوې دي. دا ټاکنې د دواړو جمهوریت غوښتونکو او دموکراتانو لپاره ډېرې مهمې بلل کېږي.
منځمهاله ټاکنې
په متحدو ایالتونو کې عمومي ټاکنې په هرو دوو کلونو کې یو ځل کېږي او د جمهوري ریاست انتخابات بیا په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي.
هغه عمومي ټاکنې چې د برحاله ولسمشر د کار په دویم کال کې کېږي، منځمهاله یا میډټرم انتخابات بلل کېږي.
د سږکال منځمهاله ټاکنو ته د روان کال د نومبر درېیمه نېټه ټاکل شوې ده.
د کومو څوکیو لپاره انتخاباتي سیالۍ کېږي؟
په دغو منځمهالو ټاکنو کې د متحدو ایالتونو د استازو خونې ټولو ۴۳۵ څوکیو ته انتخابات کېږي. همدغه راز د سنا د ۱۰۰ څوکیو له ډلې څخه یې د ۳۵ څوکیو لپاره هم ټاکنې کېږي.
د استازو خونې د غړو کاري دوره دوه کاله او د سنا شپږ کاله وي.
د کانګرس د انتخاباتو سربېره، د امریکا د ۵۰ ایالتونو د والیانو د مقامونو انتخابات هم کېږي.
اوس په کانګرس څوک اکثریت دي؟
دا مهال د جمهوریت غوښتونګو ګوند د سنا د ۱۰۰ څوکیو څخه یې ۵۳ څوکۍ لري او اکثریت دي. د سنا په انتخاباتي مبارزو کې به د الاساکا، جورجیا، ایوا، کانساز، ماین، مېشیګن، نیو همشایر، شمالي کارولینا، اوهایو او تکساز ایالتونه مهم بلل دي او ډېر پام ورته اوښتی دی.
جمهوریت غوښتونکي همدغه راز د استازو په خونې کې اکثریت دي او دموکراتان به هڅه کوي، په ټاکنو کې د استازو په خونې کې څلور نورې څوکۍ وګټي، چې اکثریت خپل کړي.
له ۱۹۹۲ کال راهېسې له یو ولسمشر څخه پرته، په منځمهالو ټاکنو کې د برحاله ولسمشر ګوند د استازو په خونې کې څوکۍ بایللې دي.
ولې په کانګرس کې کنترول لرل مهم وي؟
هر ګوند چې په کانګرس کې کنترول ولري، په واشنګټن کې به د ځواک توازن ټاکي او د قانوني اجنډا په ټاکلو او د کانګرس د کمېټو په کنترول کې به هم اغیز لري.
که په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکي اکثریت شي، ولسمشر ټرمپ ته به لاره لا اسانه شي چې د خپل جمهوري ریاست په پاتې دورې کې خپله اجنډا مخې ته یوسي.
که دموکراتان په سنا او یا د استازو په خونې کې بیا اکثریت ترلاسه کړي، د هېواد په ملي قوانینو، د فدرال په موقفونو کې د قاضیانو په دایمي ګمارلو او د ولسمشر د ادارې د نویو احتمالي غړو په ضروري تائید او یا رد کې به اغیز ولري.
نوي غړي کله کار پیلوي؟
په منځمهالو ټاکنو کې به بریالي کېدونکي کاندیدان د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په درېیمه نېټه خپله رسمي دنده پیلوي.
فورم \ دبحث خونه