د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په یو جومات کې چاودنې کې ملکیان ټپي شوي


چاودنه هغه وخت وشوه چې خلکو د جمعې لمونځ کاوه.
چاودنه هغه وخت وشوه چې خلکو د جمعې لمونځ کاوه.

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ په یو جومات کې دننه په چاودنې کې یو شمیر عام خلک ټپیان شوي.

د ولایت ویاند قاري حنیف نن جمعه نومبر ۱۲ (لړم۲۱) امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د ولسوالۍ د شډل په کلې کې هغه وخت وشوه چې خلکو د جمعې لمونځ کاوه.

ښاغلي حنیف وویل چې په چاودنې کې یوازې ۱۵ کسان ټپي شوي خو په سیمه کې خلک بیا وایي چې مرګ ژوبله ډیره ده.

د ولایت ویاند زیاته کړه چې ګمان کیږي چاودیدونکي مواد مخکې د مخکې نه په جومات کې دننه ایښودل شوي و.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې د داعش خراسان څانګې د دا شان بریدونو د کولو ادعاوې کړیدي.

په افغانستان کې د اګست د میاشتې د ۱۵ مې نیټې راپدیخوا چې طالبان واک ته رسیدلي، د داعش خراسان څانګې څو خونړي بریدونه کړي چې په څو بریدونو کې یې هدف طالبان و.

د داعش تر ټولو خونړۍ حمله د کابل په هوایي ډګر کې د امریکایي ځواکونو په مشرۍ د تخلیې د بهیر پر وخت وشوه چې لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي ځواکونه پکې ووژل شول.

د دې تر څنګ داعش د کندز او کندهار په ولایتونو کې د شعیه ګانو په جوماتونو کې هم د خونړیو بریدونو د کولو ادعاوې وکړلې. د کندهار په امام بارګاه کې په چاودنې کې لږ تر لږه ۴۷ تنه وژل شوي و او څه باندې ۷۰ نور ټپي شوي و او د کندز په جومات کې بیا ۶۴ عام خلک وژل شوي او ۱۴۳ ټپي شوي و.

دا بریدونه په افغانستان کې پداسې وخت کې کیږي چې طالبانو تیره اونۍ اعلان وکړ چې د داعش شاوخوا ۶ سوه وسله وال یې نیولي چې مالي ملاتړ کوونکي یې هم پکې شامل و.

XS
SM
MD
LG