د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په "قلعه شاده" کې چاودنه شوې


عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

دغه چاودنه نن ماښام د فبروری ۲۷ (۸حوت) د شپږمې حوزې پورې اړوند د "قلعه شاده" په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، نصرت رحیمي وایي چې دغه پیښه کې مقناطیسي ماین په یو بایسکل کې ځاې پر ځاې شوی و.

رحیمي زیاتوي چې په دغې پيښه کې یواځې ۶ کسان په سطحي توګه ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تاوریخوالي د کمولو اونۍ تیره شنبه پیل شوه چې د اونۍ په پاې کې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره پرانیزي.

طالبانو او امریکایي چارواکو دا هم منلې ده چې د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک کیدو وروسته به طالبان د" بین الافغاني" مذاکراتو لړۍ پیل شي.

تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو ویلي و چې تر دې دمه له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمیدو له اونۍ څخه راضي دي او که همداډول یې ادامه پیدا کړه نو د طالبانو او امریکا ترمنځ به د سولې هوکړه لیک د شنبې په ورځ فبروری ۲۹ (حوت ۱۰) امضا شي.

د راپورونو په اساس د تاوتریخوالي د اونۍ له پیل راهیسې تر دې دمه په ټول افغانستان کې کومه غټه پيښه نه ده رامنځته نشوې.

XS
SM
MD
LG