د لاس رسي وړ اتصالات

بورکینا فاسو کې د سرو زرو په کان کې چاودنې ۵۹ تنه وژلي


د بورکینا فاسو د خپرونو ملې ادارې او عیني شاهدانو ویلي چې د دې هیواد په جنوب لویدیځ کې د سرو زرو یو کان سره نږدې په زورورې چاودنې کې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپي شویدي.

ګمان کیږي چې چاودنه د هغو کیمیاوي موادو له کبله شوې وي چې پدې کان کې د سرو زرو د ساتلو لپاره ترې کار اخیستل کیده.

یو چارواکي چې د چاودنې پر وخت په سیمه کې و د اې پي خبري اژانس ته ویلي، "هرې خوا ته مې مړي ولیدل، ډیر بد حالت و".

دغه چارواکي ویلي چې لومړی یوه چاودنه په محلي وخت د ماسپښین په ۲ بجو وشوه او پداسې حال کې چې خلکو هرې خوا ته منډې رامنډې وهلې چې ځانونه وژغورې څو نورې چاودنې هم وشوې.

په بورکینا فاسو کې شاوخوا ۱.۵ ملیونه کسان د سرو زرو په کاروبارونو کې په کار بوخت دي. دا هیواد د افریقا په لویې وچې کې د سرو زرو د تولید له کبله تر ټولو چټک هیواد په لور روان دی او اوس مهال په پنځم مقام کې دی.

د بورکینا فاسو تر ټولو مهم صادارت هم سره زر دي او په ۲۰۱۹ کال کې د دې هیواد د سرو زرو کاروبار تقریباً ۲ ملیارده ډالر ارزښت درلود.

په بورکینا فاسو کې پدې تیرو څو کالونو کې د سرو زرو د کیندولو واړه واړه کانونه ډیر شوي او په ټول هېواد کې شاوخوا ۸ سوه دا ډول کانونه فعال دي.

د امنیتي څیړونو یوه اداره چې مرکز یې په جنوبي افریقا کې دی، وایي چې په بورکینا فاسو کې ډیر را ایستل شوي سره زر ګاونډیو هیوادونو ټوګو، بینین، نایجر او ګانا ته په قاچاقي توګه وړل کیږي.

داسې ویل کیږي چې پدې هیواد کې د القاعده شبکې او اسلامي دولت پورې اړوندې جهادي ډلې هم د دې وړو وړو کانونو څخه ګټه اخلي چې د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا یې په بورکینا فاسو کې وخت ناوخته بریدونه کړي.

دغه وسله والې ډلې د کان کیندونکو څخه باج اخلي او د همدې کانونو له لارې وسله وال خپلو لیکو ته جلبوي او پخپله هم پکې پنا اخلي.

XS
SM
MD
LG