د لاس رسي وړ اتصالات

په سردار محمد داود خان روغتون برید؛ د لسګونو کسانو د وژنې او زخمي کیدو خبر ورکړل شوی


د طالبانو مقاماتو د سردار محمد داود خان د روغتون د دروازې مخ او دننه په روغتون کې د دوو چاودنو خبر ورکړی دی.

ددې پیښې د مرګ ژوبلې په هکله ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي دي. د رویترز خبري اژانس د طالبانو د مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی چې پدې چاودنو کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي. خو د فرانس پرس اژانس د ۱۹ کسانو د وژل کیدو او ۵۰ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو یو مقام چې په رپوټ کې یې د خپل نوم د ذکر کولو ډډه وکړه د سه شنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) د امریکاغږ ته وویل چې لومړنۍ چاودنه د غرمې وروسته شاوخوا ۱:۲۰ دقیقې د سردار محمد داود خان روغتون د دروازې پر وړاندې وشوه. هغه زیاته کړه چې لس دقیقې وروسته بیا دوهمه چاودنه د روغتون په انګړ کې شوې ده.

د طالبانو یو ویاند احمدالله وثیق، په خپل ټویټر پاڼه د کابل د پوځي روغتون مخ ته چاودنه تائید کړې خو جزییات یې ندي په ډاګه کړي.

د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي چي چې د پیښې له ځایه تر اوسه دغه رړغتن ته نهه ټپیان انتقال شوي چې تر درملنې لاندې دي.

پدې ترڅ کې یو شمیر عیني شاهدانو ویلي چې د چاودنو وروسته په محل کې د ډزو غږ هم اوریدل شوی دی. ویل کیږي چې یو انتحاري بریدګر خپل چاودیدونکي توکي ددغه پوځي روغتون د دروازې په وړاندې منفجر کړي او بیا نور بریدګر روغتون ته ننوتلي دي.

تر اوسه ددغو چاودنو مسولیت کوم شخص او یا ډلې ندی منلی. له دې دمخه څو ورځې وړاندې د کابل د عیدګاه جومات مخ ته چاودنه شوې وه چې مسولیت یې د داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمن کیدو سره د کابل، کندز، کندهار او ننګرهار ولایتونه د مرګونو بریدونو شاهد وو چې د اکثرو پیښو مسولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د کندز او کندهار په چاودنو کې چې انتحاري بریدګرو خپل چاودیدونکي توکي د لمونځ کوونکو په منځ کې وچول په لسکونو کسان په کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې هم د کابل د سردار محمد داود خان په پوځي روغتون باندې د وسله والو بریدګرو په برید کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي وو. دغه برید څلورو بریدګرو چې پوځي یونیفورم یې په تن و ترسره کړی و او مسولیت یې د اسلامي دولت یا داعش ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG