د لاس رسي وړ اتصالات

داعش وايي د کابل برید دوی کړی


پولیس وایي باقرالعلوم په جومات د نن ورځې په برید کې ۲۷ تنه وژل شوي چې ټول ملکي وګړي دي
پولیس وایي باقرالعلوم په جومات د نن ورځې په برید کې ۲۷ تنه وژل شوي چې ټول ملکي وګړي دي

په کابل کې د شیعه ګانو به جومات کې په یو ځانمرګي برید کې ۳۲ تنه ووژل شول او شاوخوا ۵۸ نور ژوبل شوي دي. کابل کې د ملګرو ملتونو د فتر یوناما وايي چې دا برید د مذهبي تاوتریخوالي د پارولو په موخه شوی دی.

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې مذهبي او فرقه یي زغم د افغانانو یو ارزښت دی چې همداسې به غښتلی پاتې شي. یوناما پر افغان حکومت غږ کړی چې د ټولو مذهبونو لارویانو د ساتلو لپاره خپلې ورستۍ هڅې وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي برید د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د شیعه ګانو په یوه مدرسه کې شوی دی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قاطع ماموریت ځواکونو او کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید په کلکه غندلی دی.

د کابل پولیسو د جنایي جرمونو د څانګې رئیس جنرال فریدون عبیدي خبریالانو ته وویل چې د دغې پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل چې تراوسه د کابل امبولانس پواسطه د پیښې له ځایه یوازې د استقلال روغتون ته لس مړي او پنځه څلویښت ټپیان لیږدول شوي دي.

د کابل پولیس وایي دا برید د کابل ښار په شپږمه ناحیه د چهار کلا چهادرهي په سیمه کې د اهل تشیع په یوه مدرسه کې چاودنه شوې ده.

پولیسو امریکا غږ اشنا راډیو ته دا برید تائید کړی دی او ویلي یې دي، چې دا چاودنه د باقر العلوم په مدرسه کې چې د اهل تشیع اربعین په نوم مذهبي مراسم پکې ترسره کېدل شوې ده.

شاهدانو ویلي چې دا برید یو ځانمرګي بریدګر له خوا چې په پښو روان وو ترسره شوی دی.

یوه عیني شاهد امریکا غږ ته ویلي، چې له دې مدرسې یې یو زیات شمېر د پولیسورنجرې لیدلي، چې ټپيان یې روغتونونو ته انتقالول.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې لا هم د پیښې د احتمالي ټپیانو په اړه معلومات راټولوي.

اسلامي دولت ډلې یا داعش ډلې ته منسوبې یوې ویپاڼې اعماق ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

تیره اونۍ اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې د کابل په ښار کې د ملي امنیت د لوړپوړو چارواکو د ریاست په یو موټر د برید مسولیت اخیستی وو.

د افغانستان جمهوررئیس اواجرائیه رئیس دا برید په سختو ټکو غندلی دی

XS
SM
MD
LG