د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ ملاتړو خیمې سره چاودنه شوې


په کابل کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ د خیمې سره نږدې چاودنې تر پنځو تنو ټپیان کړي.
په کابل کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ د خیمې سره نږدې چاودنې تر پنځو تنو ټپیان کړي.

د کابل پولیس وايي، نن ماښام شاوخوا شل کم اوه بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د حضوري چمن په سیمه کې په پاکستان کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ د مدني ټولنې د افغان فعالینو له خوا د لګولې خیمې سره نږدې چاودنه شوې، چې له امله لږ تر لږه یو تن ټپي شوی دی.

خو په خیمه کې ناستو عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې تر پنځو تنو ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.

په سیمه کې پولیسو د امریکا غږ اشنا تلویزیون خبریال رحیم ګل څاروان ته وویل، چې دا چاودنه دمخه د ځای پرځای شوي چسپکي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

په ځینو رپوټونو کې پر خیمه د لاسي بم د غور ځولو ادعا هم شوې، خو پولیسو دا ادعا تراوسه نه ده تائید کړې.

چاودنه د خیمې له ځایه شاوخوا دیرش متره وړاندې شوې ده.

دغه خیمه چې نهه ورځې وړاندې د یو شمیر مدني ټولنې د افغان فعالینو له خوا په پاکستان کې د پښتون تحفظ غورځنګ په ملاتړ حضوري چمن کې د المپیک کمیټې مخې ته وهل شوې، د ورځې پرتله د ماښام پرمهال په کې ګڼه ګوڼه زیاته وي.

نن ماښام هم په دغه خیمه کې د چاودنې پرمهال ډیر ځوانان راټول شوي وو.

د مدني ټولنې فعالین په دې خیمه کې راټولیدلو وروسته په پاکستان کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ ویناوې کوي.

تراوسه چا د دغې چاوندنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG