د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي


عکس؛ ارشیف
عکس؛ ارشیف

په فاریاب ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۴ ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه پرون ناوخته د یاد ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په چهارشان غو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش د جمعې په ورځ د «غوايي پر ۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې یادو ماشومانو په سیمه کې څاروي څارل چې ماین چاودنه باندې شوې.

هغه وویل، د قرباني شوو ماشامونو عمرونه له ۸ څخه تر ۱۲ کلونو پوري دي.

نوموړي زیاته کړه:" د دغه سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۴ ماشومان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي، یاد ماین کېداسي د طالبانو لخوا ځای پرځای شوی وي."

یورش وویل، چې د ټپي شوو ماشومانو روغتیايي حالت نازک دی.

د فاریاب چارواکي وايي، دغه ماین طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ځای پر ځای کړی و چې پر یادو ماشومانو یې چاودنه کړې، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکی حضرت شاه امریکا غږ ته وویل، چې په دغه ولسوالۍ د وسله والو نښتو له امله هره ورځ خلک ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل:"دلته هره ورځ جګړه وي، هره ورځ خلک وژل کېږي، هره ورځ موږ قرباني ورکوو، که جګړه نه وي بیا د سړک غاړې ماینونه د خلکو ژوند اخلي."

د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ د فاریاب او جوزجان پر لومړي نمبر لارې موقعیت لري چې ویل کېږي د وسله والو طالبانو فعالیتونه پکې زیات دي.

XS
SM
MD
LG