د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د برید د وژل شویو شمېر ۸۰ ته ورسېده


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل پر مظاهرې په نننۍ چاودنې کې ۸۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۳۱ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې، په بریدونو کې درې ځانمرګي دخیل وو، چې لومړني يې ځان الوزولی، دویم یې ناکام شوی او درېیم یې امنیتي ځواکونو وژل دی.

مخکې د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي، امریکا غږ اشنا ته وویل د روشنایي غورځنګ د لاریون په منځ کې په نننۍ چاودنه کې ۶۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰۷ ټپيان په کابل کې روغتونونو ته وروړل شوي.

د داعش اړوندې اعماق ویپاڼې دعوه کړې ده، چې برید دوی کړی دی. طالبانو په برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

ولسمشر غني، اجرایي رئیس عبدالله، په کابل کې د امریکا سفارت بهرنیو ځواکونو او نورو ټولنو دغه برید په کلکه غندلی دی.

د استقلال په روغتون کې ډاکټران وایي، د پیښې له ځایه له اتیاو زیات ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

ډاکټرانو دځینو ټپیانو روغتیایي حالت اندیښنې وړبللی او اندیښنه یې ښودلې چې کیدای شي د پیښې د مړو شمیر کې زیاتوالی راشي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ، د کابل ښار په بریکوټ سیمه کې د روشنايي غورځنګ په لاریون‌ کې دننه چاودنه تائید کړې او ویلي دي چې د پیښې په قربانیانو کې افغان امنیتي ځواکونو منسوبین هم شامل دي.

د ارګ څخه په دغه خپور شوي بیان کې جمهوررئیس محمد اشرف غني د پیښې د قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي، چې تروریستانو او فرصت غوښتونکو عناصرو د روشنایي غورځنګ لاریون ته ننوتلي وواو یو شمیر چاودنې یې ترسره کړي دي چې د یو شمیر لاریون کوونکو د مرګ ژوبلې سربیره یې افغان امنیتي ځواکونو یو شمیرمنسوبینو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهوررئیس غني ټولو دولتي چارواکو ته د پیښې ټپیانو په درملنه کې د مرستې د امکاناتو د برابرولو امر کړی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په یو بیان کې دا پیښه په سختو ټکو غندلې او د خلکو یې د دغسې پیښو پر وړاندې د متحد پاتې کیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په دغه برید کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په پاڼه لیکلي" دا مجاهدینو پورې اړه نه لري، دا د اولس د جنګولو شومه دسیسه ده" .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د کابل ښار په بریکوټ سیمه کې د روشنايي غورځنګ په لاریون‌ کې دننه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې چاودنه تائید کړې خو په پیښه کې د رامنځ ته شوي سر د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پیښې عیني شاهدان وایي، دوی په سیمه کې د احتجاج لپاره د خیمو په درولو بوخت وو، چې د چاودنې غږ پورته شو او ورسره د احتجاج په ځای کې ګډوډې رامنځ ته شوه.

د دغه غورځنګ یو غړي عتیق جعفري امریکا غږ ته وویل، چې د دې چاودنې زیات قربانیان د کابل ښار په جنوبي برخه کې د استقلال روغتون ته رسول شوي دي.

د استقلال په روغتون کې یو ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د اتیاوو زیات ټپیان د پیښې له ځایه دغه روغتون ته وروړل شوي چې د ټپیانو له ډلې څلور ټپیانو چې دوه یې ښځې دي په دغه روغتون کې ساه ورکړې ده.

نن سهار د روشنايي غورځنګ په نوم د یو شمیر سیاسي او مدني ټولنې د غړو ګډ ائتلاف، په سلګونو پلویانو له ترکمنستان څخه د بامیان له لارې د وارداتي بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د لارې د بدلولو په غبرګونو کې لاریون پیل کړ.

لاریون کوونکو د عدالت،‌ سره یو غږ شۍ چې ازاد شۍ، ټوټاپ زمونږ حق دی، مرګ په تبعیض او ژوندۍ دې وي روشنايي شعارونو په ورکولو سره د کابل ښار مرکز په لوري حرکت وکړ چې د بریکوټ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د لاریون کوونکو پرمخ د لارې د تړلو وروسته په همدغه ځای کې پاتې شول.

په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوي عکسونه هم ښيي، چې د چاودنې له امله ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې له دې مخکې د کابل د ګارنیزون پولیسو د ورته چاودنې د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG