د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې چاودنې یو تن وژلی او شل نور یې زخمیان کړي


د جلال اباد د پنجشنبې د ورځې د چاودنې اکثریت قربانیان ملکیان دي.
د جلال اباد د پنجشنبې د ورځې د چاودنې اکثریت قربانیان ملکیان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن د پنجشنبې د ورځې په سهار ( غبرګولي ۳۰ مه) د دغه ولایت مرکز د جلال اباد ښار کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او شل نور زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې چاودنه نن سهار نهه نیمې بجې د جلال اباد ښار دویمه ناحیه کې د یو هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

دغه موټر د نازیانو ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو د مشر ملک دهقان و، چې ساتونکي یې پکې ناست وو.

ښاغلي خوږیاڼي وویل، چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او شل نور زخمیان دي.

نوموړی وايي په ټپیانو کې یو نظامي عسکر دی او نور ټول ملکي وګړي دي.

په زخمیانو کې د افغان اهل هنودو د کورنیو یوه کوچنۍ ماشومه هم شامله ده.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وايي حوزوي روغتون ته شل ټپیان ور وړل شوي دي چې د دریو یې روغتیایي حالت نازک دی.

XS
SM
MD
LG