د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د ماین چاودنې درې تنه وژلي او ۲۴ نور ژوبل کړي


د روژې د میاشتې د پیل راهیسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم زیان رسیدلی دی.
د روژې د میاشتې د پیل راهیسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم زیان رسیدلی دی.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، نن د شنبې په سهار ( ثور۲۸ مه) د دغه ولایت د "اوبې" د ولسوالۍ په بازار کې د ماین په چاودنه کې درې ملکیان، چې دوه یې کوچني ماشومان دي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا چاودنه د " اوبې" ولسوالۍ په بازار کې سهار اته نیمې بجې شوې، چېپه ټپیانو کې د " اوبې" ولسوال هم شامل دی.

ښاغلي فرهاد وویل، ولسوال رحیم الدین سرورزی په یو موټر کې ولسوالۍ مرکز ته روان وو، چې په یو موټرسایکل کې ځای په ځای شوي، چاودیدونکي توکي یې د ولسوال د موټر مخ ته وچاودیدل.

د " اوبې" ولسوالۍ د روغتون یو پرستار حبیب الله امان یار امریکا غږ اشنا ته وویل، چې په دې پیښه کې درې تنه، چې دوه یې ماشومان دي وژل شوي او څلورویشت تنه ملکي وکړي ټپیان شوي دي.

ښاغلي امان یار وویل، چې د دې پيښې په ټپیانو کې درې ښځې او څو ماشومان هم شامل دي.

هغه وویل، د درې ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی، چې د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته استول شوي دي.

تراوسه د دې چاودنې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د روژې د میاشتې د بره کیدو راهیسې د ښکیلو غاړو ترمنځ د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب ډلې " سي پي اې جي" د راپور له مخې یوازې د روژې د میاشتې په لومړیو دولس ورځو کې په بیلابیلو پیښو کې ۱۰۶ ملکي وګړي وژل شوياو ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ډلې رئیس عزیزاحمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په ټپیانو کې ۲۴ ماشومان هم شامل دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما تیره اونۍ په یوه اعلامیه کې پر ملکیانو باندې د روژې په لومړۍ اونۍ کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د نښتو د اغیزو په اړه ژوره اندیشنه څرګنده کړې وه او د ښکیلو خواو یې د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG