د لاس رسي وړ اتصالات

جلال‌آباد کې د ټاکنو د نوم‌لکینې په مرکز چاودنه شوې


د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولو په یو مرکز چاودنې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان ټپیان کړي دي.

چاودنه د یو زرنج موټر سایکل څخه په ګټې اخیستنې نن غرمه دولس بجې د څلورمې ناحیې په شپاړس فامیلي سیمه کې د هغه جومات مخې ته شوې ده چې د ټاکنو لپاره پکې نوملیکنه کېږي.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وویل چې په دغه چاودنه کې شپږ کسان زخمیان شوي دي.

ننګرهار کې د ټاکنو کمیسیون مشر ذبیح الله وګړي امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې یوه ښځینه پولیسه هم ټپي شوې ده.

نوموړی وايي په ټپیانو کې یوه یې کوچنۍ ماشومه ده.

چارواکي وايي چې په دغې چاودنه کې د جومات ودانۍ هم زیامنه شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلوپه شرط امریکا غږ ته وویل، چې په پېښه کې د دغه مرکز دوه ښځینه کارکوونکې هم زخمیانې شوې دي، چې یوه یې ماموره ده او بله هغه د ښځینه و د تالاشۍ مسوله وه.

يو عیني شاهد فقیر محمد چې د پېښې سیمې ته نژدې دکان لري امریکا غږ ته وویل چې یو زرنج موټرسایکل د جومات مخې ته ودرېد، سړی ترې ښکته شو او لږه شېبه وروسته یې چاودنه وکړه.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG