د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام: پر ایران د بریدونو بل پړاو بشپړ شو

سنټکام ویلي چې  د متحده ایالاتو د د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر پر ایران تازه بریدونه کړي دي.
سنټکام ویلي چې د متحده ایالاتو د د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر پر ایران تازه بریدونه کړي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنټکام د دوشنبې په سهار، د جولای په ۱۳مه، په يوې اعلامیې کې ویلي چې پر ایران د بریدونو بل پړاو بشپړ شوی دی.

سنټکام ویلي چې دغه بریدونه د متحده ایالاتو د د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي ځواکونو د دقیقو وسلو په کارولو سره په بېلابېلو سیمو کې لسګونه هدفونه وویشتل، څو د ایران وړتیا کمزورې کړي او ونشي کړی چې د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو نړیوالو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي.

سنټکام ویلي چې په دغو بریدونو کې د ایران د هوايي دفاع تاسیسات، ساحلي راداري سیسټمونه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوې، او همدارنګه کوچنۍ پوځي کښتۍ په نښه شوې دي.

سنټکام همدارنګه ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران پر ضد په روانه جګړه کې د لومړي ځل لپاره د سمندري بې پیلوټه الوتکې څخه کار اخیستی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یو حیاتي سمندري دهلېز بللی او ویلي یې دي چې ایران پر دې ستراتیژیکې اوبلارې کنټرول نه لري.

سنټکام زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه په سیمه کې بشپړ چمتووالی لري، څو د ایران د "تیري، ځورونې، ګواښونو ، خپل‌سرو او بې‌بنسټه ادعاوو" سربېره د سوداګریزو بېړیو لپاره د ازاد تګ راتګ تضمین وکړي.

په عین حال کې د اردن، کویټ او بحرین هوايي دفاعي سیسټمونه د دوشنبې په سهار د ایران د میزایلو او بې‌پیلوټه الوتکو د نوې څپې له امله فعال شول.

د بحرین حکومت ویلي چې د ایران د "ملکي وګړو پر ضد د جنایتکارانه بریدونو له لارې د دښمنۍ چلند دوام" د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د بحرین پوځ د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران میزایلونه او بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې او له منځه وړې دي، او دفاعي ځواکونه یې د چمتووالي په تر ټولو لوړه کچه کې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG