د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي په یو بندر کې د چاودېدونکو موادو ډکې کښتۍ برید شوی 


د سعودي عربستان د ینبع بندر
د سعودي عربستان د ینبع بندر

سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوایي ۷) وویل چې په سره بحیره کې ددې هیواد د ینبع په بندر باندې له چاودیدونکو موادو ډکې کښتۍ برید کړی دی. وايي دا کښتۍ له لېرې څخه کنترول کېدله.

سعودي عربستان ادعا کړې چې دغه بریدګره کښتۍ یې په نښه کړې او له منځه وړې ده. خو یوې شخصي امنیتي موسسې ویلي دي چې بندر ته نژدې سوداګریز ټرافیک ته ښایي پدې برید کې زیان رسیدلی وي.

پدې هکله نور جزییات ندي بربنډ شوي، خو دغه پیښه په منځني ختیځ کې پر تجارتي کښتیو باندې د بریدونو د لړۍ وروسته ده چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د پټې وسله والې شخړې او په ویانا کې د ایران د اتومي خبرو د پیل په ترڅ کې کیږي.

همداشان دغه پیښه د یمن د حوثي یاغیانو په ضد د عربستان د څو کلنې جګړې په ترڅ کې کیږي چې د حوثي ډلې دمخه په وار وار د سعودي عربستان پر اهدافو باندې په چاودیدونکو موادو ډکو او په بمونو سمبالو ډرون بریدونه کړي دي.

خو حوثي یاغیانو سمدستي د سه شنبې د ورځې د برید ادعا نده کړې او پدې هکله یې د خبري اژانسونو پوښتنو باندې له تبصرې ډډه کړې ده.

د سعودي دولتي اژانس ددې هیواد د پوځ د ویاند ترکي المالکي له قوله ویلي دي چې پر بندر باندي په ډرون بیړۍ برید شوی دی، خو هغه پدې اړه کوم شواهد ندي وړاندې کړي.

د سعودي عربستان د سمندري تجارتي عملیاتو موسسې چې د بریتانا د سمندري ځواکونو له لورې پرمخ بیول کیږي یواځې دومره ویلي دي دوی «ددې پیښې له رپوټونو خبر دي» او په وینا یې پدې هکله پلټنې روانې دي.

شخصي سمندري امنیتي موسسې ډریډ ګلوبل صرف دومره ویلي دي چې دوی داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې پر یوې کښتۍ برید شوی دی.

د سمندري امنیت د نیپتون پي ۲ پي موسسې رپوټ ورکړی دی چې د ینبع بندر په جنوبي دروازه کې یې تورې لوخړې لیدلي دي.

د ینبع سمندري بندر د ریاض په ۸۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی او د سعودي د ختیځ-لویدیځ خورا مهم پایپ لاین یا نل لیکې وروستۍ نقطه ده. له دغه ځایه خام تیل په مستقیمه توګه د سرې بحیرې له لارې صادریږي، پرته له دې چې د فارس خلیج د هرمز تنګي له لارې تیر شي.

د ینبع په سیمه کې همداشان د تیلو یو ستر چاڼځای هم موقعیت لري چې په ورځ کې ۴۰۰۰ بیرل خام تیل پروسس کولای شي.

XS
SM
MD
LG