د لاس رسي وړ اتصالات

سوداګرۍ وزارت: سږ کال صادرات یو ملیارد ډالر زیاتیږي


د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په ۱۳۹۸ کال کې به د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته ورسیږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي د صادراتو په کچه کې ډیروالی، د کسب او کار او ډیرې پانګونې لپاره د زمینې برابرول په راتلونکې کال کې د دغه وزارت درې لومړیتوبونه دي.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت د عامه اړیکو مشاور او ویاند سمیر رسا د چهارشنبې پر ورځ (مارچ شلمه) خبریالانو ته وویل، چې په ۱۳۹۸ کال کې به د افغانستان د صادراتو کچه یو میلیارد ډالرو ته ورسیږي.
هغه وویل، چې د هوایي او ځمکنیو دهلیزونو پراختیا، د چابهار بندر له لارې هند ته د سوداګريزو توکو لیږد او د سیمه ییزې همکارۍ ودې ته په کتو به د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راشي.

"موږ غواړو افغانستان له وارداتي هیواده په یو صادراتي هیواده بدل کړو. غواړو په ۱۳۹۸ یا ۲۰۱۹ کال کې د صادراتو کچه یو میلیارد ډالرو ته ورسوو".

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د راپور پر اساس په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۲.۷ فیصده او د صنعت وده کې ۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

اقتصادي کارپوهان بیا وایي، چې که چیرته تولید ډیر وي او متشبثین او پانګوال ځاني او مالي امنیت ولري نو د ډیر تولید او پانګونې په صورت کې ددې امکان شته، چې د صادراتو کچه له یو میلیارد ډالرو څخه هم پورته لاړه شي.

د پوهنتون استاد تاج اکبر په دې اړه وویل"په افغانستان کې په دې وروستیو کې د صادراتو کچې زیاتوالي لپاره هڅې ډیرې شوې، چې یو مثال یې د هوایي دهلیزونو پرانیسته ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د هوايي دهلیزونو د رامنځته کیدو او فعالیت له پیله تر اوسه ۶۲۰۰ ټنه سوداګریز توکي اروپايي او آسیایي هیوادونو ته لیږل شوي دي.

او همدارنګه د لاجوردو له لارې په لومړۍ سوداګریزه جوپه کې ۷۵ ټنه سوداګریز توکي ترکیې ته صادرشوي او تازه د نیمروز ولایت له لارې چابهار بندر ته او له هغه ځایه هندوستان ته لومړنۍ سوداګریزه جوپه لیږل شوې ده.

XS
SM
MD
LG