د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک له بدلون او خطر سره مخامخ دی


د فیسبوک رئیس مارک ذوکربرگ د کلیفورنیا په سان هوزې کې د فیسبوک په کلني کنفرانس کې وینا کوي. د اپریل ١٨ مه ٢٠١٧ کال
د فیسبوک رئیس مارک ذوکربرگ د کلیفورنیا په سان هوزې کې د فیسبوک په کلني کنفرانس کې وینا کوي. د اپریل ١٨ مه ٢٠١٧ کال

د متحدو ایالاتو او اروپا استازي د فیسبوک د رئېس مارک ذوکر برگ نه غواړی چی ددوی پوښتنو ته ځوابونه ووايي. د مقرراتو او محدودیتونو چارواکیو په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د فیسبوک لپار ه د خپلو کاروونکیو دمعلوماتو کارونه او دهغوی د خصوصی معلوماتو نه دکار اخیستلو په ا ړه جنجال دوام لري.

په نړۍ کې دوه ملیارده کسان فیسبوک لري، او له همدې لارې له یوه بل سره اړیکې ټینگوي. خو دغه شبکه له یوڅه مودې راهیسې له فشار سره مخامخ ده.

تازه جنجال دا دی چې د کاروونکیو معلومات څه ډول استعمالوي. تمه ده چې د فیسبوک له رئیس مارک ذوکربرگ څخه په واشنگټن کې پوښتنې وشي. یوشمیر کمپنیو په فیسبوک کې د اعلانونو خپرول بند کړي دي.

دموزیله دکمپنۍ اداري رئیسه وايي: موږ تیره اونۍ په فیسبوک کې د اعلانونو خپرول بند کړل. موږ غواړو زیات شفافیت ووینو او د صارفینو لپاره د انتخاب زیات فرصتونه ووینو. له دغو گامونو نه وورسته به موږ بیرته ورشو."

د ډېنیل ډکسن کمپنی موزېله، چې د فایر فاکس بروزر ېې جوړ کړی دی، له فیسبوک څخه غواړي چې د خلکو د معلومات په اړه صداقت ولري.

هغه وايي یوه بیسطه لاره چی کارترینه اخیستل کېدلی شي هغه داده چی موږ اریان نکړي. خپل صارفین اریان نکړي او که داکارېې کړی وي نورادې شي او ودې وايي چې موږبه ېې چاره وکړو."

پر فیسبوک دانتقاد کوونکیو ترمنځ هم څه ناڅه جدي بحث موجود دی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې ارتباط به دوام وکړي.

جیني گیب هارټ د فرنټیر فونډېشن ادارې غړې وايي: په داسی حال چې کې فیسبوک اوس د ډیرو ښو دلایلو له امله د توجه مرکز دی، خواوسنۍ ستونزه یوازې د فیسبوک نده. د اعلانونو په مرسته چلیدونکي ډېر ویبسایټونه ورسره مخامخ دي. د سوداگرۍ دغه ماډل، چې ویبسایټونه یې تقویه کړي دي، د شخصي محرمو حقوقو سره په تقابل کې دي."

کله چې د خصوصي معلوماتو په ا ړه د ډیرو مقرراتو لپاره غږ وشي نو د سیلیکان وېلي له خلکو سره دا اندېښنې زېاتې شي چې ډیر مقررات کوچني کاروبارونه زیانمنوي.

جیني گیب هارټ وايي یوستر گام چې په دې اړه پورته کیدلی شي، هغه دمستقلې څارنې کاردی چی فیسبوک خپل معلومات څنگه راټولوي ا وڅنگه ېې کاروي. د څارنې مستقله اداره باید فیسبوک ته مسوولیت ونلري، بکله کاروونکیو ته ېې ولري. "

په سانفرانسیسکو کې د کاروباري خلکو په یوې مخلوطې ډلې کې هوان فانگ د رېپل ایډیاز موسس

د فیسبوک ا و ټولنیزو رسنیو په اړه واييدا د ټولو لپاره ډیر مهم وخت دی. ښاغلی فانگ وايي: زه فکر کوم دادفیسبوک لپاره مثبته تجربه ده، هغوی ته د فکر کولو فرصت ورکوي چې دراتلونکي نسل د غوښتنو لپاره انکشاف او پرمختگ وکړي.

فیسبوک له څومره گواښونو سره مخامخ دی؟

ددې اندازه لگول اوس گران کاردی. د پنځوس ملیونو کاروونکیو اطلاعات ېې د نورو لاسته لویدلي دي.او ارځښت ېې پنځه دیرش ملیارد ډالره کم شویدی.

خو مارک زوکربرگ د فیسبوک رئیس د مارچ په میاشت کې لوړه وکړله چې دغه ستونزه به اواره کړي.

د فیسبوک ستره ا داره له دې رسوايي سره څنگه مخامخ شوه؟

د فیس بوک رئیس مارک زوکربرگ د چارشنبی په ورځ په ورځ د مارچ په ٢١- مهدا ومنله چې دهغه له کمپنی نه معلومات افشا شوي دي. دې مسلې د فیسبوک کاروونکي په دې اندېښمن کړي دي چې دهغوی له خصوصی معلوماتو نه به ناوړه گټه اخیستل شوې وي او آینده به څنگه کېږي.

د متحدو ایالاتو استازی د یولړ پوښتنو ځواب غواړي چې او د پنځوس ملیونو کاروونکیو اطلاعات ېې د نورو لاسته څنگه لویدلي دي.فیسبوک په دې جنجال کې د خپل ارزښت ٣٥ ملیارد ډالره بایلل.

کیمبریج انالیتېکا په خصوصي معلومات څه کول؟

د کېمبریج انالیتیکا د سیاسي سلاکارۍ موسسه دبرتانېې په مرکزي لندن کې ښکاري؛ دمارچ اتلسمه ٢٠١٨ م کال د فیسبوک رئیس مارک ذوکربرگ د کلیفورنیا په ایالت کې د کېمبریج انالیتېکا د مرکزي دفتر تللی و. د ٢٠١٨کال مارچ په اتلسمه دخصوصي معلومات د ناسم استعمال د رسوايي له امله د فیسبوک ارزښت شپیته ملیارد ډالره کم کړل.
د کېمبریج انالیتیکا د سیاسي سلاکارۍ موسسه دبرتانېې په مرکزي لندن کې ښکاري؛ دمارچ اتلسمه ٢٠١٨ م کال د فیسبوک رئیس مارک ذوکربرگ د کلیفورنیا په ایالت کې د کېمبریج انالیتېکا د مرکزي دفتر تللی و. د ٢٠١٨کال مارچ په اتلسمه دخصوصي معلومات د ناسم استعمال د رسوايي له امله د فیسبوک ارزښت شپیته ملیارد ډالره کم کړل.

د فیسبوک دغه زیان هغه وخت څرگندشو چی دامریکا او برتانېې رسنیو رپوټ ورکړ چې د پنځوس ملیونو کاروونکیو شخصی معلومات په نامناسبه توگه د برتانیی د یوې تحلیل کوونکی کمپنی کیمبریج انالیتیکا له خوانه کارول شويدي. دغه مسله په امریکا کې دولسمشر ډانلډ ټرمپ د ٢٠١٦ کال له انتخاباتوسره تړاو لري.

د جورج ټاون د پوهنتون استاده اېمي زلمن وايی سره له دې هم داگرانه ده چی وویل شي چی د ا طلاعاتو ناقانانونه خپرېدل پر انتخاباتو څه اغېزه درلودله.

".. څرنگه چې هغوی زموږ معلومات د اعلاناتو لپاره کاروي او له همدې لارې نه پېسی پیداکوي. نو که چېرې کوم څرگند مشوق د حکومت او یا اتباعو له خوا نه وي او یاعام فشار پرې رانشي، نو هغوی به اصلاحاتو ته غاړه کې نږدي."

یوشمیر څارونکي وايی چې ددې اوسنی جنجال او رسوايی یوعلت دادی چې فیسبوک بهرنیو کمپنیو ته د خپلو کاروونکیو اطلاعاتو ته د زښت ډیر لاسرسي اجازه ورکوي.

کرېس هوف نیگل د برکلی پوهنتون د قانون استاد وايي

".. فیسبوک نویو انکشاف ورکوونکیو ته ډیر زیات امتیازات او ډیر معلومات ورکوي خو په کافي اندازه څارنه او مراقبت ېې نه کوې ، فیسبوک دیته لیوال ندي چی دهغوی څارنه وکړي.

نقادان وايی داهغه وخت دی چی پکارده د ټولنیزو رسنیو ټولې کمپنی دیته په صداقت وگوري چې څه کوي، ځکه دوی دخلکو زښت ډیر معلومات راټولوي او له دغه معلومات نه ناوړه گټه اخیستل دموکراسۍ ته زیان رسولی شی .

میشل ډي موای ددموکراسی او ټکنولوژۍ د مرکز غړې وايي ".. دا ډیره مهمه ده چی داسی سترې کمپنی لکه فیسبوک په دې غور وکړي چی هغه فیصلې چی دوی کوي او د پېسو گټلو ستراتیژي جوړوي نو هغه باید د دوی دکاروونکیو له توقعاتو سره برابره وي.

د فیسبوک رئیس مارکزوکر برگ د چارشنبی په ورځ د مارچ په ٢١ مه د دغه جنجال د حل لپاره لوړه وکړله چې دهغو زرگونو کمپیوټري پروگرامونو څارنه او کتنه به پیل کړي چی فیسبوک ېې استعمالوي. هڅه به وکړي چی دفیسبوک دکاروونکیو خصوصي معلومات په ښه توگه خوندي وساتل شي. خو په دې کې به زیات شیان په دې پورې اړه ولري چي دا کمپنی ددې څارنې او کتنی بهیر په څه ډول سرته رسوي.

کرېس هوف نیگل د برکلی پوهنتون د قانون استاد وايي: " فیسبوک پخواهم جنجالونه درلودل او زیاتره به ېې په معذرت غوښتلو له مخې لیرې کړل. خپل مرکزي ارزښتونه به ېې په نړۍ کې له یوبل سره د اړیکو لپاره په بل عبارت وړاندی کړل.

پروفیسر هوف نیگل اټکل کوي که فیسبوک د معلوماتو د خوندی ساتلو اساسي چاره ونکړي، نو د فیسبوک لپاره په حیاتي خطر بدلیدلی شي.

پروفیسر نیگل فکرکوي چی فیسبوک له ستونزو سره مخامخ دی.

مارک زوکربرگ دوه اونۍ مخکې سی ان ان ته وویل دی په دی باوردی چی یوڅوک بیا هڅه کوي چی د کانگرس لپاره د نومبر په راتلونکیو انتخاباتوکې گوتې ووهي. خوهغه په دې اړه نورتفصیل ورنکړ.

ډیری ماهران اټکل کوي چې د فیسبوک او ددې کمپنی ددو ملیاردو کاروونکیو لپاره ډیر څه له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG