د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک په خپلو شبکو کې نوی بدلون رامنځ ته کوي


د فسبوک اجرایي مشر د اپریل په ۳۰ وویل چې د خبرو محرمیت به رامنځ ته شي.
د فسبوک اجرایي مشر د اپریل په ۳۰ وویل چې د خبرو محرمیت به رامنځ ته شي.

د فیسبوک اجرایي مشر مارک زکربرگ یوه نوې نظریه لري چې غواړي د ډیجیټال صنعتي تولیداتو د کارونکو ترمنځ په خبرو کې ډیر محرمیت رامنځ ته کړي او د یوې خونې په توگه محرم شي.

دغه شرکت د کلیفورنیا په سن اوزې ناحیه کې په کلنۍ غونډه کې د دغو بدلونونو رامنځ ته کولو یادونه وکړه. د فیسبوک په کلني کنفرانس کې مارک زکربرگ وویل چې په ټولنیزو رسینو کې د فیسبوک د کارونکو ترمنځ محرمیت ته به ډیره پاملرنه وشي.

د زکربرګ په باور"د دیجتالي ښارگوټي ترڅنگ یوې محرمې خونې ته هم ضرورت شته چې په محرمانه ډول او په مختلفو طریقو یو له بل سره خبرې وکړل شي او په داسې ډول پیغامونه ولیږل شي چې د تل لپاره پاتې نشي، په مصونه او اسانه طریقې پیسې خرڅې شي، خپل موقعیت په محرمه طریقه شریک کړې شي او د وخت په تیریدو سره په بیلابیلو ډولونو محرمه مکالمه وکړي."

فیسبوک په خپلو شبکو کې ډیر محرمیت رامنځ ته کوي.
فیسبوک په خپلو شبکو کې ډیر محرمیت رامنځ ته کوي.

پر فیسبوک چې په ټوله نړۍ کې یو میلیارد کارونکي لري په دې نیوکه کیږي چې د کارونکي اطلاعاتو او افراطي مفکورو سره څنگه معامله کوي. زوکربرگ پدې کنفرانس کې وویل چې فیسبوک خپله پاملرنه د پیغامونو محرم کیدو ته اړوي.

د فیسبوک د پیغامونو او د انستاگرام د کوډ کولو برخې په تیزۍ پرمخ ځي نو دا مکالمې باید د نورو لخوا حتی د فیسبوک له خوا ونه لیدل شي.

زوکربرگ وایي هغه غواړي چې فیسبوک د ښو مقاصدو لپاره یوه قوه وي، یو داسې ډگر وي چې کارونکي وشي کړای په اسانۍ خپل محرمیت له یوه ښارگوټي څخه یوې خونې ته محدود کړي چې د ورته مفکورې ډلې سره یوځای شي.

تر اوسه نده معلومه چې د فیسبوک دغه بدلونونه به د کارونکو د پام وړ وگرځي یا د فسبوک سره به په راتلونکې کې د جنجالونو په مخنوي کې مرسته وکړي کنه؟

XS
SM
MD
LG