د لاس رسي وړ اتصالات

د برښنا شرکت د ګرشک ولسوالۍ ته ټولې غځيدلې برښنايي شبکې نوي کوي


د بریښنا دغه شبکه د ګرشک پر بغرا ویالې باندې د جوړ شوي بند څخه پيل او د ښار پر عمومي سړکونو تر ۱۲۲ کیلومترو پورې غځيدلې ده.

په دغه کار سره به د زړو غځيدلو مزو د نوي کولو سربيره، هغو سيمو ته هم د برښنا مزي وغځول شي چې لا هم له برښنا څخه برخمن نه دي.

د هلمند د برښنا رئيس نصرالله قانع په وينا نوي غځيدلي مزي به د ۲۰ کيلو واټو برښنا د لیږد ظرفيت ولري چې د زړو مزو په پرتله یې ظرفیت ۶ ځلې زیات دی.

د هلمند د برښنا مسؤلين وايي چې دغه مزي به د ګرشک د برښنا له بند څخه ۴،٨ ميګاواټه برښنا ۱۲۰۰۰ مشتريانو ته وليږدوي.

د ګرشک د برښنا بند چې د ۷۵ ميليونه ډالرو په لګښت د دوه توربينونو د نصب چارې یې اوه کاله وړاندې پيل شوې وې د يو لړ ستونزو له کبله یې کارونه په ټپه درېدلي وو.

اوس مهال د”اې اس ای اس“ هندي کمپنۍ د ۳۸ ميليونه ډالرو په لګښت ددې بند د برښنا د ظرفيت لوړولو چارې پر مخ وړي.

د کمپنی د مسؤلينو په وينا ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی دی.

په هلمند کې د ګرشک او کجکي بندونه فعاليت لري چې ۲۳۰۰۰ کورنیو ته په هلمند کې برښنا ورکوي. د هلمند سربيره کندهار هم د کجکي بند له برښنا څخه ګټه پورته کوي.

د هلمند د برښنا د ځايي‌ مسؤلينو په وينا له دواړو بندونو څخه هر کال ۱۷۶ ميليونه افغانۍ عايد لاسته راځي.

XS
SM
MD
LG