د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک د پټې مینې په ښکاره کولو کې مرسته کوي


فیسبوک په خپل اپلیکیشن کې یو لړ نوي بدلونونه راوستي چې په کارولو به یې خلک وکولی شي خپلو هغو ملګرو ته خپله مینه برملا کړي چې دوي ورسره په پټه مینه لري.

ډير وخت داسې کیږي چې یو کس په خپل دفتر، ګاونډ، د خپلو ملګرو ترمنځ او یا هم په سیمې کې یو چا سره مینه لري خو ورته ویلی نه شي، نو دغسې کسانو سره به د فیسبوک د پټې مینې دغه نوی لست ډیره مرسته وکړي.

د فیسبوک کاروونکي به وکولی شي له دې وروسته هغو کسانو ته د مینې اظهار وکړي چې تر دې وړاندې یې ورته د ویلو جرات نه درلود. لومړی به د فیسبوک کاروونکی خپل ۹ ملګري د پټې مینې لست ته زیاتوي. وروسته بیا که چیرته ددغو ۹ کسانو څخه یو یې هم دغه کس بیرته د خپلو ۹ کسانو په لست کې زیات کړي نو دواړو ته به پیغام ورځي چې تاسو د یو بل خوښیږي. که چیرته دواړه یو بل خوښ نه کړي، فیسبوک به د هغه یو کس پټه مینه هماغسې پټه وساتي.

په دغه توګه به دواړه کسان وکولی شي د یو بل په علایقو پوه شي او که چیرته غواړي چې دغه اړیکه نوره هم مخکې بوځي نو یو بل سره به اړیکه ټینګه کړي.

نن سبا د ځوانانو ترمنځ د ټینډر په نوم یو اپلیکیشن ډیر مشهور دی چې د فیسبوک د پټې مینې دغه لست یې تر ټولو غټ رقیب کیدلی شي.

دغه نوی تغیر دا مهال یواځې په کلومبیا، تایلند، کاناډا، ارجڼتاین او مکسیکو کې کارول کیدی شو چې د پنجشنبې په ورځ (می ٢) یې د هیوادونو لست ته فلیپین، ویتنام. سنګاپور، مالیزیا، لاوس، برازیل، پیرو، چیلي، بولیویا، ایکوادور، پاراګوای، یوراګوای او ګیانا ورزیات شول.

XS
SM
MD
LG