د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک د ټرمپ اکاونټ د دوو کلونو لپاره ځنډوي


ښاغلي ټرمپ تېرکال انتخابات وبایلل
ښاغلي ټرمپ تېرکال انتخابات وبایلل

د فیسبوک نړیوالې شبکې ویلي دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د فیسبوک اکاونټ د دوو کلونو لپاره ځنډوي.

د فیسبوک شبکه وايي‌ چې ښاغلي ټرمپ د ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه په خپل یو پوست کې خلک راپارولي وو. فیسبوک هغه وخت د هغه اکاونټ بند کړ.

د فیسبوک شبکې مرستیال نیک کلیګ تېره ورځ جون ۴ (غبرګولي ۱۴) د بلاک په یو پوست کې لیکلي وو چې د دوه کلن بندیز « په پای کې به موږ وګورو او وارزو چې عامو خلکو ته خطر کم شوی که نه.»

هغه مهال ښاغلي ټرمپ په خپل فیسبوک کې له خلکو غوښتي وو چې د «امریکا وژغورئ» په مظاهرو کې چې د ټاکنو د پایلو په ضد وې، برخه واخلي. هغه له خلکو دا غوښتنه هم کړې وه چې «د اور غوندې مبارزه» وکړي.

فیسبوک د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د خپلو اصولو خلاف وبللې او اکاونټ یې بند کړ. دا بندیز به د ۲۰۲۳ د جنورۍ په اوومه نېټه ختمیږي.

په دغو مظاهرو کې د کانګرس په ودانۍ باندې برید وشو او شپږ تنه ووژل شول.

ښاغلي ټرمپ په یوې اعلامیې کې دا بندیز هغو ۷۵ میلیون خلکو او نورو ته«سپکاوی» ګڼلی چې هغه ته یې په تېرو انتخاباتو کې رایه ورکړې وه.

هغه په یوې بلې اعلامیې کې ویلي دي، بل ځل چې هغه په سپینې ماڼۍ کې وي، د فیسبوک له مشر مارک زاکربرګ اود هغه له میرمنې سره به د هغوی په غوښتنه میلمستیا کې برخه نه اخلي، بلکې رسمي خبرې او لیده کاته به وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې پر ښاغلي ټرمپ دا لګول شوی بندیز د فیسبوک شبکې پرېکړه ده.

د ښاغلي ټرمپ د فیسبوک په اکاونټ باندې بندیز به د ۲۰۲۴ کال تر انتخاباتو مخکې لېرې کیږي.

XS
SM
MD
LG