په دې وروستیو کې په نړۍ کې د ترهګرو او نورو جهادي ډلو ټپلو د خپلو پیغامونو د رسولواو خپلو لیکو ته د نورو خلکو د جلبولو لپاره له ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټراو انستګرام څخه ډېره ګټه اخیستې ده.
خو اوس دغو جهادیانو د خپلو تبلیغاتو د پراخولو او خپرولو لپاره د موسیقۍ یوې تر ټولو مشهورې نړیوالې شبکې سونډ کلوډ ته هم مخه کړه ده.
سونډ کلوډ د جرمني په برلین ښار کې د سندرو د خپرولو یوه غږیزه شبکه ده چې په نړۍ کې د میاشتې ۱۷۵ میلیونه اورېدونکي او لیدونکي لري.
په دې وروستیو اوونیو کې د القاعدې شبکې ځینو غړو او د اسلامي دولت د ډلې ځینو پلوویانو پر دغې شبکې خپل تبلیغاتي ویناوې، ترانې او نور اړوند مواد خپاره کړي دي چې د سونډ کلوډ شبکې مینوال یې په اسانۍ اورېدلی شي.
جهادي ډلې خپل تبلیغاتي پیغامونه پر ټویټر او تصویرونه بیا پر انستګرام خپروي او خپل پلویان او خواخوږي هم هڅوي چې د دوی پیغامونه او تصویرونه د ټولینزو شبکو له لارې له نورو سره شریک او خپاره کړي.
دوی له همدې لارې ځانونو ته پراخ کمپاین کوي.
دغو جهادیانو په سونډ کلوډ شبکې کې د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن او د یوبل جهادي مشر شیخ انور الاولکي ځینې ویناوې او پیغامونه هم خپاره کړي دي. الاولکي په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د دې ترڅنګ جهادیانو په سونډ کلوډ کې د اسلامي دولت د مشر ابوبکر البغدادي ځینې ویناوې او د دغې ډلې د خلافت په پلوۍ ویل شوې ترانې هم خپرې کړي دي.
اسلامي دولت چې وړاندې د داعش په نامه هم پېژندل کېده د سوریې په ختیځ او د عراق په لویدیځ کې یې خپل خلافت اعلان کړی او د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي ځان د مسلمانانو خلیفه بولي.
د منځني ختیځ د مطبوعاتو د څېړنو امریکا مېشتی انستیتوت له هغې وروسته دغه خبرې ته متوجه شو چې دغو ترهګرو په ټویټر کې د سونډ کلوډ د شبکې یو داسې لینک خپور کړې چې په کې جهادي ویناوې او ترانې وې.
د سونډ کلوډ شبکه په ۲۰۰۷ کال کې د هغو ځوانو سندرغاړو او هنرمندانو لپاره جوړه شوه چې خپلې نوې سندرې او کمپوزونه په کې وړیا خپاره کړي.
د منځني ختیځ د مطبوعاتو د څېړنو د انستیتوت مشر سټیف سټالنسکي وايي " د عراق او سوریې په روانې جګړې کې له ټولنیزو رسنیو څخه د نړیوال جهاد د فعالیتونو د ښودلو لپاره کار اخیستل کیږي او دغه کار د انټرنټ او امریکا مېشتو ټولنیزو شبکو په واسطه کیږي. "
نوموړی وايي جهادیان ټولنیزې رسنۍ یوازې د خپلو کمپاینونو او خپلو لیکو ته د نورو خلکو د راماتولو لپاره نه کاروي، بلکې د پېسو د راټولولو، خپلو پلانونو او ایډیالوژۍ د اعلانولو او له خپلو کورنیو سره د اړیکو ساتلو لپاره یې هم کاروي.
دی وايي ډېر نور خلک د عراق په نی نوا ښار کې د اسلامي دولت د البیان راډیو ځینې خپرونې هم پر سونډ کلوډ خپروي چې نور یې هم واوري.
تېره اونۍ د برتانیا د برېښنايي پټ څار د اژانس مشر روبرټ هنیګان خبرداری ورکړ چې د لویديځ وړیا ټکنالوژۍ د اسلامي دولت او نورو اورپکو ډلو سره مرسته کوي چې پرمختګ وکړي، ده د ټکنالوژۍ سترې کمپنۍ تورنې کړې چې دغې برخې ته یې پام نه دی کړی.
د برتانیا د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوې نظر پوښتنې کې هنیګان ویلي دې چې د ترهګرو لپاره د امریکا د ټکنالوژۍ کمپنۍ یو ښه انتخاب دی چې په خپلې ګټې یې وکاروي.
ښاغلي هنیګان دا نه دي ویلي چې د جهاديانو د تبلیغاتو د مخنیوي لپاره له انټرنټي کمپنیوڅه ډول مرسته غواړي.
د منځني ختیځ د مطبوعاتو د څېړنو د انستیتوت د موندنو له مخې په سونډ کلوډ کې د جهاديانو اکاونټونه خورا زیات دي او ورځ تر بلې زیاتیږي.
په دغې ډلې کې یوه هم د ګوربه په نامه یوه پاڼه ده چې د اسلامي دولت له لوري د اعلان شوي خلافت په ملاتړ جهادي ترانې او ویناوې خپروې.
په دغې پاڼې کې چې ۵۰۰ سوه کسان یې تعقیبوي د ترانو او ویناوو ۳۲ دېرش داسې غږیزې بستې یا کڅوړې شته چې د ۱۰۰۰۰- ۳۰۰۰۰ ترمنځ جهادي ثبتې شوې ویناوې او ترانې لري.
همدغه یو شمېر نورې وېبپاڼې بیا د القاعدې د مشر ابو مصعب الزرقاوي په ګډون د دغې ډلې د وژل شویو کسانو په ویر ویناوې او نور مواد خپروي.
د انټرنټ پر کمپنیو نیوکې کیږي چې په ټولنیزو شبکو کې د جهاديانو د موادو او نورو موضوعګانو د خپراوي په مخنيوي کې پاتې راغلي دي، خو د فیسبوک او ټویټر ادارو ویلي چې دوی په ترهګریزو شبکو پورې تړلې سلګونه پاڼې بندې کړي او پر دغې برخې کلک څار لري.