د لاس رسي وړ اتصالات

د جنایي جرمونو په تحقیق کې د څیرې پیژندلو تکنالوژۍ ونډه


د څیرې پیژندلو تکنالوژي
د څیرې پیژندلو تکنالوژي

په امریکا کې پولیس وايي د څېرې د پېژندنې ټکنالوژي له دوی سره د جنايي جرمونو د تحقیق په برخه کې مرسته کوي.

خو مدني حقونو فعالان بیا خبرداری ورکوي چې له دغې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستنه ښايي د خلکو خصوصي حریم ته د ننوتلو په معنی وي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې د تحقیقاتو د فدرالي ادارې منسوبینو د نوادا په ایالت کې یو کس وروسته له هغه ونیوه چې د یوې ۷ کلنې نجلۍ د جنسي زورونې عکسونه یې خپاره کړل.

دوی وکولی شول د کلیر ویو اې آی په نامه د څېرې د پیژندنې په سیستم کې د هغه عکس له بل موجود عکس سره مقایسه کړي او مجرم ورباندې وپیژني. کلیر ویو اې آی له انترنت څخه درې میلیارده عکسونه راټول کړی چې ترینه د کس په موندلو کې ګټه اخیستل کیدی شي.

د کلیر ویو اې آی شرکت مسئول جوان تان تت، وایي: «هغه په یو ورزشي کلپ کې د یو بل عکس په شا کې، په هینداره کې و. دوی وکولی شول چې دغه کلپ پیداکړي او مشکوک کس وپېژني. مشکوک کس په ۳۵ کاله بند محکوم شو او ۷ کلنه نجلۍ ورڅخه وژغورل شوه.»

د دغه شرکت مسئول وايي د امریکا په کچه د پولیسو او د قانون د تطبیق شاوخوا درې زره ادارې د دوی له سافټویر څخه چې د څېرو د پرتله کولو او پیژندنې لپاره یو پر مختللی الګاریتم کاروي، کار اخلي.

د الاباما د ایالت د آکسفورد دسیمې د پولیسو یو افسر جیسن ویب وايي دغه ټکنالوژي ډیره ګټوره دهخو زیاتويچې « یواځې د څېرې د پیژندنې په کارولو سره نشو کولی چې یو مشکوک کس ونیسو. اول په خپل تحقیق باندې تمرکز وکړواو له هغه وروسته له نورو موجودو وسایلو کار واخلو. او که چیرې مشکوک کس رښتیا هم مجرم وي ، مونږ به وکولی شو چې د هغه جرم ثابت کړو.»

دغه سافټویر همدارنګه د هغو کسانو له پیژندنې سره مرسته کړې چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې یې د امریکا د کانګرس په ودانۍ برید کړی و.

خو د ټولینزو رسنیو شرکتونه او د مدني حقونو فعالان استدلال کوي چې دا ډول یو قوي سافټویر ښايي د خلکو د خصوصي معلوماتو حریم نقض کړي.

د امریکایانو د مدني ازادیو له ټولنې څخهکېت روین وایي: « آن که د څېرې د پیژندنې ټکنالوژي په سمه توګه کار هم ورکړي، د پام وړ اندېښنې رامنځته کوي، ځکه حکومت ورباندې کولی شي زمونږ د ژوند هره برخه وڅاري».

په داسې حال کې چې د څېرې د پېژندنې د ټکنالوژۍ د کارونې د څرنګوالي په هکله بحث روان دی، د قانون د تطبیق د ادارو ځینې غړي هیله مند دي چې د دغې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG