د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په فیصل آباد کې موټر بم لسګونه تنه ووژل


د تخریب شویو ودانیو خښتې او د فلزي شیانو کاږه او مات شیان چې د خرابو شویو موټرونو له امله هلته یوې خوا او بلې خوا ته پرتی وې شاوخوا ته ځای یې ټول نیولی و
د تخریب شویو ودانیو خښتې او د فلزي شیانو کاږه او مات شیان چې د خرابو شویو موټرونو له امله هلته یوې خوا او بلې خوا ته پرتی وې شاوخوا ته ځای یې ټول نیولی و

پاکستاني چارواکي وايي د پنجاب په فیصل آباد کې، د تېلو په یوه ټانک کې د سه شنبی په ورځ یو موټر بم چاودلی دی؛ لږ تر لږه شل تنه پکې ووژل شول.

طالبانو ادعا کړېده چې دا چاودنه دوی کړې ده او لږ تر لږه ۱۲۵ کسان پکې زخمي شویدي.

د موټر بم په وسیله په سټېشن کې د گازو هغو ډبو اور واخیست چې هلته پرتې وې. ددغه اور له امله چاودنه نوره هم غټه شوه او د حکومت څو ودانیو ته یې چې هلته نېژدې وې تاوان ورساوه.

د طالبانو نطاق وویل ددوی ډلې پر هغو حساسو موسساتو باندې برید کاوه چې په دغه شاوخوا کې یې دفترونه درلودل چې په دغه ښار کې د خپل یوه قوماندان د وژل کېدلو بدل واخلي.

د تخریب شویو ودانیو خښتې او د فلزي شیانو کاږه او مات شیان چې د خرابو شویو موټرونو له امله هلته یوې خوا او بلې خوا ته پرتی وې شاوخوا ته ځای یې ټول نیولی و چې د ژغورنې کارگران راغلل چې د زخمیانو چاره وکړي.

په عېن حآل کې دپاکستان په شمال لوېدېځه علاقه کې، امنیتي ماموران وايي چې د امریکا د توغندیو په ډزو کې پنځه مشکوک افراطیان د سه شنبی په ورځ په جنوبي وزیرستان کې چې د افغانستان له سرحد سره نېژدې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG