د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د فاریاب بل‌چراغ ولسوالۍ ونیوله


د فاریاب ولایت چارواکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو له درې ورځنۍ جګړې وروسته د دغه ولایت د بل‌چراغ ولسوالۍ نیولې ده.

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د دغې ولسوالۍ امنیتي ځواکونه له درې ورځو راهیسې د طالبانو تر ګواښ لاندې وو، چې هیڅ ډول مرسته ورته ونرسیده او د بل‌چراغ ولسوالۍ د دویم ځل لپاره طالبانو ونیوله.

ښاغلي فایق زیاته کړه "بل‌چراغ کې دوه خالي ودانۍ پاتې وې، لس تر ۱۵ نفره امنیتي ځواکونه هلته پاتې وو، مرسته ورته ونرسیدله، درې ورځې په ګواښونو کې وو او طالبانو ورته اخطار ورکړی وو".

د ناتائید شویو ریپوټونو پر بنسټ، طالبانو د فاریاب بل‌چراغ ولسوالۍ تیره شپه له جګړې پرته نیولې ده او ټول دولتي ځواکونه چې شمیر یې شاوخوا ۴۰ تنو ته رسیږي، اسیر شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس طاهر رحماني امریکا غږ – آشنا راډیو ته وویل، چې د دغه ولایت یولس نورې ولسوالۍ هم تر امنیتي ګواښونو لاندې دي.

هغه د بل‌چراغ د سقوط په اړه وویل "یوه اونۍ په کلابندۍ کې وو، اعاشه یې نه درلودله، مرمۍ یې خلاصې شوې وې، هغوی د مجبوریت له مخې اسیر شوي دي، طالبانو په ولسوالۍ کې خپل بیرغونه پورته کړي دي... موږ هره ورځ په لسګونو ځل د فاریاب وضعیت تشریح کوو، خو هیڅ پاملرنه نه کوي".

وسله‌والو طالبانو هم رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې، د بل‌چراغ ولسوالۍ د نیولو دعوی کړې او ویلي یې دي، چې د ولسوالۍ ټول امنیتي ځواکونه له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره دغې ډلې ته اوښتي دي.

د فاریاب امنیه قوماندانۍ او په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو چارواکو تر اوسه د بل‌چراغ ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم وسله‌والو طالبانو د بل‌چراغ ولسوالۍ نیولې وه، خو د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې دغه ولسوالۍ بیرته د دولت تر کنترول لاندې راغله.

XS
SM
MD
LG