د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د جوزجان ولایت خُم‌آب ولسوالۍ نیولې


افغان چاراکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو د جوزجان ولایت د خُم‌آب ولسوالۍ نیولې او دغه راز، د دغې ډلې جنګیالي د میدان وردک په دایمیرداد ولسوالۍ کې له کومانډو ځواکونو سره په سخته جګړه کې بوخت دي.

د جوزجان امنیه قومندان مل‌پاسوال فقیر محمد جوزجاني د دغه خبر په تائیدولو سره وايي، چې په خُم‌آب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه د یکشنبې په ورځ د سهار په څلورو بجو پیل شوه، خو په کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمیره تر اوسه معلومه نه ده.

هغه وویل "د ولسوالۍ سقوط زه تائیدوم، تراوسه د مرګ‌ژوبلې جزئیات مشخص شوي نه دي".

د جوزجان د پولیسو ویاند حکمت‌الله امین‌زاده وايي، چې په دغه برید کې د افغان ځواکونو اته تنه منسوبین وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه دغه راز ادعا وکړه، چې په دې پېښه کې اته تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.

د جوزجان پولیسو د خُم‌آب ولسوالۍ سقوط تخنیکي شاته تګ بللی او ویلي یې دي د ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره هڅې پیل شوي دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمې صدف امریکا غږ – آشنا ته وویل، د دغه ولایت په دیو قلعه سیمه کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري، چې په کې ملکي افغانانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغې وویل "ټیلیفوني اړیکې پرې شوي دي، ملکي کسان هم وژل او هم ټپیان شوي دي".

آغلې صدف زیاته کړه، چې په نښته کې افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې خو هغې په دې اړه کره شمیره وړاندې نه کړه.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو پیغام کې ویلي، چې دغې د جوزجان ولایت د خُم‌آب ولسوالۍ ټولې برخې نیولې دي.

د جوزجان خُم‌آب ولسوالۍ له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او د دغه ولایت له مرکز څخه په ۱۷۰ کیلومتره واټن کې د آمو د سیند په غاړه پرته ده.

دایمیرداد ولسوالۍ کې جګړه

د میدان وردک ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې تیره شپه وسله‌وال طالبان د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ ودانۍ ته دننه شوي او اوسمهال د دغې ولسوالۍ په مرکز کې سخته جګړه روانه ده.

د میدان‌وردک والي محمدعارف شاه جهان امریکا غږ – آشنا ته وویل "په دایمیرداد ولسوالۍ کې لا هم لانجه شته، طالبان د شپې د ولسوالۍ ودانۍ ته دننه شوي وو او نن سهار کوماندو ځواکونه ښکته شوي دي او د دایمیرداد ولسوالۍ په مرکز باندې د طالبانو او کومانډویانو ترمنځ جګړه روانه ده".

د میدان‌وردک د ولایتي شورا غړی احمد جعفري ادعا کړې، چې وسله‌والو طالبانو د دایمیرداد ولسوالۍ ودانۍ او د مرکز اړوند پوستې نیولي دي.

د ښاغلي جعفري پر وینا، څو تنه افغان سرتیري، چې د ولسوالۍ په مرکز کې پاتې وو، ځانونه ایستلي دي او ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.

خو وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دایمیرداد په جګړه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمیره څرګنده شوې نه ده، خو د میدان‌وردک سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې تیره ورځ د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۱۳ افغان سرتیري وژل شوي دي.

دغه راز د میدان‌وردک سیمه‌ییزو چاراکو ویلي، چې د دایمیرداد په جګړه کې لږ تر لږه ۵۰ وسله‌وال طالبانو هم وژل شوي دي.

د سره صلیب ادارې یوه ډله نن سهار د جسدونو د انتقال لپاره دایمیرداد ولسوالۍ ته تللې ده.

په دایمیرداد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د شنبې په ورځ سلګونو طالب جنګیالیو د دغې ولسوالۍ پر مرکز ډله‌ییز برید وکړ.

XS
SM
MD
LG