د لاس رسي وړ اتصالات

سختدریځه ښي اړخې جیورجیا مېلوني د ایټالیا صدراعظمه شوه 


د ایټالیا د ولسمشر په وړاندې د صدراعظمې په توګه د جیورجیا مېلوني د لوړې د مراسمو یوه څنډه

د « ایټالیا وروڼه» په نامه د ایټالیا د سختدریځه ښي اړخي ګوند مشرې جیورجیا مېلوني د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې ۳۰) د هیواد د صدراعظمې په توګه لوړه وکړه. هغه د ایټالیا په تاریخ کې لومړنۍ میرمن ده چې ددې هیواد د حکومت مشري کوي.

آغلې مېلوني د روم په کورینال ماڼۍ کې چې یو وخت د ایټالیا د پاپانو او پاچاهانو کور و، د ولسمشر سرجیو ماټرېلا په وړاندې لوړه وکړه.

د هغې د ایټالیا وروڼه سخت دریځه ښي اړخې ګوند چې د اروپایي ټولنې او د کډوالۍ ضد دی، د سپتمبر په ۲۵ پارلماني ټولټاکنې وګټلې، خو د حکومت د جوړولو لپاره یې د نورو ګوندونو سره ایتلاف ته اړتیا درلودله.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ ښي اړخې مشرې جورجیا مېلوني ته د ایټالیا د صدراعظمې په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او ایټالیا یې "د ناټو یو مهم متحد او نږدې ملګری" وباله.

د مېلوني ټاکل د یورو زون هیوادونو د دریم لوی اقتصاد لرونکي هیواد ایټالیا او ددې هیواد د «وروڼو ګوند لپاره چې هیڅکله په حکومت کې نه و، یوه تاریخي پیښه ده.

د مېلوني د ۲۴ وزیرانو لست شپږ میرمنې شاملې دي. هغې ګیانکارلو جیورګټي د اقتصاد د وزیر په توګه وټاکه چې د ماریو ډراګي په تیر حکومت کې یې دنده ترسره کړې.

جیورګیټي، د اقتصادي پراختیا پخوانی وزیر، د پخواني مرستیال صدراعظم او د زیربناو او ترانسپورت د وزیر ماتیو سالویني د سیاسي ډلې څخه دی یو خورا معتدل او اروپا پلوه سیاستوال ګڼل کیږي.

میرمن مېلوني د اروپا د پارلمان پخوانی رئیس انتونیو تاجاني چې د فورزا ایټالیا منځمهاله ښي اړخي سیاسي ګوند غړی دی د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم د مرستیال په توګه ټاکلی دی.

پدې ترڅ کې د اروپایی کمیسیون مشرې اورزلا ون دیر لاین، د ایټالیا نوې صدراعظمې مېلونی ته د هغې د ټاکل کیدو مبارکی ورکړه. هغې د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ په ټویټر لیکلي: "زه د نوي حکومت سره د ګډو ننګونو په اړه رغنده همکارۍ ته سترګې په لار یم."

د اروپا د پارلمان رئیسې رابرټا میتسولا په ایټالیالوي ژبه په ټویټ ولیکل چې "اروپا ایټالیا ته اړتیا لري".

XS
SM
MD
LG