د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالوي شرکت د فراه د بند ډیزاین جوړوي


د بخش آباد د بند موافقه نن په ارگ کې د افغانستان د اوبو او انرژی وزیر او د هایدروارک ایټالوي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.
د بخش آباد د بند موافقه نن په ارگ کې د افغانستان د اوبو او انرژی وزیر او د هایدروارک ایټالوي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.

د افغانستان حکومت وروسته له هغه چې د فراه ولایت د بخش اباد د اوبو بند د ډیزاین قرارداد د یوه پاکستاني شرکت سره فسخه کړ، نن یې د دې بند قرارداد د یو ایټالوي شرکت سره لاسلیک کړ.

د فراه ولایت د بخش آباد د بند موافقه نن په ارگ کې د افغانستان د اوبو او انرژی وزیر او د هایدروارک ایټالوي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل د بخش اباد د بند قرارداد په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د یو پاکستاني شرکت سره لاسلیک شوی و خو د کمزوري کاري فعالیت په وجه د رضایت وړ نه و ځکه يي قرارداد د تدارکاتو د کمیسون لخوا فسخه شو.

ښاغلي عثماني وویل د افغانستان د اوبو د اړتیا د پوره کولو لپاره مشخص او ګړڼدي ګامونو اخیستل پیل شوي دي او د بخش اباد د اوبو بند د جوړولو لپاره حکومت وخت ته اړتیا لري.

د بخش اباد بند به د شاوخوا څلور نیمو میلیونو ډالرو په لګښت د ایټالیوي هایدروارک د شرکت او د هلمند د ساختماني دستگاه په گډه مرسته د ١٨ میاشتو په لړ کې پر فراه رود ديزاین شي.

دا بند به د ٢٧ میگاواټه بریښنا د تولید وړتیا ولري او ١٠۴ هکټاره مځکه به خړوبه کړي.

تر دې مخکې د افغانستان حکومت د'٧٧' تر نوم د کجکي بند یوه پرمختایي تفاهمنامه د یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړې وه.

د هلمند د کجکي بند د تهداب لومړنۍ ډبره د ١٣٣٢ لمریز کال کې د افغانستان د وروستي پادشاه، ظاهر شاه د سلطنت په مهال ایښودل شوې و او تر ۱۳۵۴لمریز کاله پورې د دې بند اول او دریم توربین د ٣٣ میگاواټه بریښنا جوړوله خو د نورو توربینونو د نصب کار د کورنیو جگړو له امله تر اوسه ندي بشپړه شوي.

د کجکي د بند د اوبو ځیرمه د سلما د بند یو نیم برابره ده او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په وینا د سلما د بند په پرتله دوه چنده ډیره بریښنا جوړولی شي.

د سلما بند چې درې اونۍ مخکې د افغانستان د جمهور رئیس او د هند د صدراعظم له خوا افتتاح شو، د ٦۴٠ میلیونه متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او کولای شي چې ۴٢ میگاواټه بریښنا جوړه کړي.

د سلما بند د هند د ٢٩٠ میلیونو ډالرو په لگښت جوړ شو او د هرات د شمال ختیځ په ١٧٠ کیلومترۍ کې د هریرود پر سیند پروت دی.

که د سلما، کجکي او بخش اباد له بندونو بشپړه گټه واخیستل شي، دا به د افغانستان د جنوب لویدیځو ولایتونو د بریښنا او اوبو ډیرې اړتیاوې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG