د لاس رسي وړ اتصالات

مظاهرو د فراه والي استعفی ته مجبور کړ


محمد عارف شاه جهان مخکې د افغانستان د ملي امنیت مرستیال و
محمد عارف شاه جهان مخکې د افغانستان د ملي امنیت مرستیال و

د فراه والي له هغه وروسته استعفی وکړه چې د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکو یې پر ضد پرلپسې مظاهرې وکړې.

والي محمد عارف شاه جهان په یو خبري کنفرانس کې چې د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس، یو شمیر نورو مخور او قومي مشران هم حاضر وو، خبریالانو ته وویل، چې نور نه غواړي د فراه د والي په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

ډاکټر شاه جهان وویل، دا پریکړه یې د فراه د خلکو ترمنځ د وحدت د ټینګیدو، د نفاق او ممکنه بلوا د پیښدو د مخنیوي لپاره کړې ده. نوموړي له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل، چې یو د اسې څوک د فراه د والي په توګه وټاکي چې خلک ننګه وکړي.

ډاکټر محمد عارف شاه جهان د روان کال د حمل په څلورمه د فراه د پخواني والي محمد اصف ننګ پر ځای ټاکل شوی و.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې د فراه په ولایت کې ناامني پراخه شوې او د دغه ولایت یو شمیراوسیدونکو د امنیت په ټینګیدو کې د ولایتي چارواکو د پاتې راتللو له امله د والي او نورو ولایتي چارواکو د ګوښه کیدو لپاره لاریونونه هم کړي دي.

همدا تیره ورځ هم د فراه ولایت په سلګونو ښاریانو د والي او نورو ولایتي چارواکو د ګوښه کیدو لپاره د فراه په ښار کې لاریون کړی وو. تراوسه څرګنده نه ده چې جمهور رئیس غني به د هغه استعفی ومني که نه.

XS
SM
MD
LG