د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه له زندان نه طالبان تښتیدلي


د فراه په ولایت کې د یکشنبې په ورځ طالب جگړه مارو د پولیسو په یو شمیر پوستو حملې وکړې او د یوه زندانیان په خوله کې یې چاودنه وکړه.

په فراه کې یوه دولتي مسئول، یونس رسولي وویل په داسې حال کې چې دوی د طالبانو د حملو ځواب وایه، طالبانو د زندان په خوله کې یوه چاودنه وکړه او له دې سره ٢٣ بندیان وتښتیدل.

رسولي وویل چې یو شمیر بندیان بیرته ونیول شول خو ځنې نور یې ورک شوي دي. ده وویل په دې حمله کې د زندان یو ساتونکی وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG