د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کی د ښځېنه واکسیناتورانو فعالیت


په فراه ولایت کې مېرمني د پنځو کلونو ټیټ عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو غوښتنه کوي. دوی وایي، څرنگه چې اوس زیات شمیر کورنو ته د ماشومانو د ګوزن واکسین د مېرمنو لخوا وړل کیږي، نو مېرمني هم کولای شي چې خپل ماشومان د واکسین کولو لپاره ښځېنه واکسین کوونکو ته یوسي.

د فراه ولایت اوسیدونکې شفیقه وایي، ګوزڼ ډیره خطرناکه ناروغې ده او په دې ناروغۍ د اخته شوي ماشوم درملنه د ژوند تر پایه ناشونې ده، نو ځکه په سمه توګه د پولیو د واکسین تطبیق اړین دی. هغه له نورو مېرمنو هم غواړې، چې خپل ماشومان د واکسین لپاره ښځېنه واکسین کوونکو ته یوسي.

میرمن شفیقه زیاتوي: " زه د یوې مور په صفت له ټولو مېندو او خویندو څخه غواړم، چې هر وخت ستاسو د کورونو مخې ته د پولیو واکسین ټیمونه درغلل، خپل ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ وي وروړئ او یا یي هم د واکسین کولو لپاره کلینیکونو ته یوسئ".

د فراه ولایت روغتیایي چارواکي بیا وایي، که کورنۍ خپلو ماشومانو ته پر وخت د پولیو واکسین ورکړي، نو ډیر ژر به دغه ناروغۍ په افغانستان کې محوه شي.

د فراه د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي: "موږ اوس د پولیو واکسین محوه کولو په وروستي پړاو کې یو، او که ټولي کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي، نو ډیر ژر به ګوزڼ محوه شي، خو که چیرې ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورنکړل شي، نو یو ځل بیا به په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغې له سره شي، او ټول زحمتونه به بابیزه وګڼل شي".

د فراه اوسېدونکي وایي، اوس تر یوه حده د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې شته ستونزي حل شوي، نو اړینه ده چې چارواکي او عام خلک په ګډه د پولیو واکسین په ټولو سېمو کې په سمه توګه تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG