د لاس رسي وړ اتصالات

د کولمبیا او فارک ډلې ترمنځ اروبند وشو


کولمبیا د فارک د یاغي ډلې سره پرون پر یوه اوربند باندې موافقه وکړه چې په لړ کې به یې ددې یاغي ډلې ۵۰ کلنه چیریکي جګړه پای ته ورسیږي. په دې جګړې کې شاوخوا ۲۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د کولمبیا ولسمشر جوان منول سنتوس او د فارک ‌ډلې مشر رادریګو لندنو وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ د اروبند موافقه به نن د پنجشنبې په ورځ په هوانا کې لاس لیک شي.

د دواړو خواوو ترمنځ د څلورو کلونو راهیسې په هوانا کې خبرې روانې وې او نتیجه یې بالاخره د چارشنبې په ورځ معلومه شوه.

د نن ورځې په مراسمو کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د چیلي او ونزویلا ولسمشران هم برخه واخلي ځکه دوي د کیوبا سره په دې مزاکراتو کې دخیل وو.

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو داسې وویل ،،زه ولسمشر جوان منول سنتوس، د کولمبیا حکومت او د فارک ډلې ته مبارکي وایم چې په دې برخه کې یې پرمختګ کړی دی. دا یو ستر تاریخي قدم دی. د کولمبیا سوله زمونږ سوله ده.،،

د فارک ډلې په کال ۱۹۶۴ کې د یوې مارکسیستي ډلې په توګه بغاوت وکړ او وروسته په یوې خطرناکي جنګي قوې بدله شوه. د خپلې مبارزې د تمویل دپاره یې د مخدره موادو قاچاق او انسان تښتونې ته مخه کړه.

خو د فارک ډله هیڅکه په دې بریالۍ نشوه چې د کولمبیا حکومت رانسکور کړي. د دغه هیواد د ځینو حکومتونو څخه د امریکا پوځ هم ملاتړ کوی.

د اوربند مسله د وروستۍ موافقې د لاس لیک دپاره وروستی اقدام و چې وشو.

د کولمبیا ولسمشر ښاغلي سنتوس وویل چې وروستۍ موافقه به د جولای پر ۲۰ لاس لیک شي وروسته له هغه نه چې پر ځینو کوچینوو مسایلو بحث وشي.

وروسته چې موافقه لاس لیک شوه، یو ریفوریندم به وشي او د کولمبیا خلګ به رای ګیري پر وکړي.

دواړو خواوو تمه درلوه چې دا موافقه به د روان کال د مارچ په میاشت کې لاس لیک شي خو اوس هم داسې پوښتنې مطرح دي چې دا موافقې شرایط به څنګه عملي شي او د هغه ځانګړي کمیسون مشري به څوک کوي چې د دواړو خواوو د جنګیالیوو پرضد تورونه ارزیابي او بررسي کړي.

XS
SM
MD
LG