د لاس رسي وړ اتصالات

فریبا احمدي د تښتونکو له منګولو خلاصه شوه


Freba kakar
Freba kakar
که څه هم دغزني ولايتي مقامات اوخپله دفریبا احمدي دکورنۍ غړي دموضوع دحساسیت له کبله رسنیوته له څه ويلو څخه ډډه کوي اونه هم دتښتونکو دهویت په باب څه وايې خوباوري سرچيني دنوم نه اخیستلوپه شرط وايي چي دولسې جرګې یاده غړې د امنيتي قواوو د عملیاتوپه پایله کې دغزني د مرکز په څوکیلومیتري کې د (قره باغي) په سیمه کې د یرغمل نیونکو له منګولوڅخه خلاصه شوې .

دغه راز بیا په نوموړي ولایت کې وسله والوطالبانو هغه مسافر وژلي چي د کابل – کندهار د لويې لارې له سرڅخه يې ترکوچني اختر يوه ورځ مخکې برمته کړي وو

د وسله والوطالبانو له لوري دوژل شویو ۸ واړه کسانو جسدونه د غزني په مقر ولسوالۍ کې نن سهار پیداشوي . دوی تیره شپه وسله والو طالبانو په ګولیو وژلي .

وژل شوي اته واړه کسان د هغه ۳۰۳ بس موټرسپرلۍ ده چي داختر د رخصتیو لپاره خپلو کورونوته پرلار وو او وسله والو طالبانو له ځان سره یرغمل کړل .

د غزني امنيه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال اسدالله امریکا غږ ته وويل چي په وژل شویو کسانو ۷ تنه مزدور کاران دي اویوتن پکښې د زابل د ملي امنيت د ادارې سرتیر دی، خو مړي يې د پيژندني لپاره روغتون ته انتقال کړي.

عيني شاهدان وايي چي وسله والو طالبان په نظامي یونیفارم کې د کابل – کندهار د لويې لاري پرسر ولاړ وو او له مساپرو څخه يې وغوښتل چي که په دولت اویاهم مرستندویه ادارو کې کار کوي له دوی سره دي ملګري شي ترڅو ترغزني ښار پوري يې د وسله واالوطالبانو له بریدونو څخه خوندي ورسوي .

دوی وايي چي په حقیقت کې دغه کسان وسله وال طالبان وو او هغه مهال چي یادو اتو کسانو ځانونه ورته د دولت کارکونکې معرفي کړل، هغوی یې ونیول او له ځان سره يې نامعلوم لوري ته بوتلل.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG