د لاس رسي وړ اتصالات

د فرخندې د قتل د دوسیې څیړل دریمې ورځې ته وغزیدل


د محکمې نننۍ غونډه ته هم د ۱۹ پولیسو په ګډون ۴۹ تورن وړاندې شوي وو.
د محکمې نننۍ غونډه ته هم د ۱۹ پولیسو په ګډون ۴۹ تورن وړاندې شوي وو.

د فرخندې د وژنې په قضیه کې د ځینو بې ځوابه پوښتنو لپاره د ځواب موندلو په موخه، د کابل د امنیې قوماندان او د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو رئیس په ګډون یو شمیر امنیتي چارواکي دې ته اړ کړل چې محکمې ته حاظر، او د قاضي پوښتنو ته ځواب ووايي.

تیره ورځ د محکمې په لومړنۍ غونډه کې یو نیول شوي تورن پولیس محکمې ته وویل، چې هغه د پېښې په ورځ یو عربي وګړی نیولی وو او پرته له دې چې ترې تحقیقات وشي بیرته خوشی شوی دی.

د محکمې قاضي د دغې ادعا د څرنګوالي معلومولو لپاره نن د کابل د امنیې قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمي او د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو رئیس د محکمې تالار ته وربللي وو.

د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي هغه کس چې عرب بلل شوی وو محکمې ته وړاندې کړ او و یې ویل چې هغه عرب نه بلکه افغان دی او د فرخندې په وژنه کې لاس نه لري.

ښاغلي رحیمي وویل "دا چې وايي عرب دې او له دې خبرې یې څه جوړ کړل، نه عرب دی نه بل څه، وهاب نومیږي، پاسپور یې شته او کله چې یې خوشې کړ د موبایل شمیره او فیسبوک پته یې پرېښې ده چې هر کله په کار شي حاظریږي، په همدې ښار کې کوټه لري، او همدا اوس مو راوړی دی ښایي همدلته وي که ستاسې امر وي چې لاړ شي را یې ولي".

د وهاب په نوم نیول شوي کس له‌خوا محکمې ته وړاندې شوي اسناد او پاسپورټ د قاضي قناعت ترلاسه نه‌کړ او او د زیات تحقیق لپاره یې د هغه د نیولو امر وکړ.

د محکمې قاضي صفي الله مجددي د هغو دوو پولیسو د عدلي او قضايي تعقیب امر هم وکړ چې دغه کس یې وروسته له نیولو بیرته خوشې کړی وو.

ښاغلي مجددي وویل "د څلویښتمې ادارې امنیتي مسؤلینو ته هدایت ورکول کیږي چې د وهاب نومي په لاسونو کې هتکړۍ واچوي او نظارت‌خانې ته یې بوزي، دا چې دغه کس د پولیسو د دویمې حوزې جنايي مدیر، د کشف آمر د قانون د احکامو په پام کې نیولو پرته خوشې کړی دی، د کشف آمر دې هم تر عدلي تقیب لاندې ونیول شي او جنايي مدیر خو له مخکې تورن دی".د فرخندې د وژنې قضیه د دویمې ورځې لپاره هم پرته له دې چې د کوم تورن په اړه ورکې پریکړه وشي دریمې ورځې ته وغځول شوه.

د محکمې نننۍ غونډه ته هم د ۱۹ پولیسو په ګډون ۴۹ تورن وړاندې شوي وو.

د تورنو کسانو پر وړاندې د دعوې د پرمخ وړلو موظف څارنوال حمیدالله قاصر، د یو شمیر نورو تورنو کسانو په اړه محکمې ته معلومات ورکړل.

څارنوال حمیدالله قاصر د فرخندې په قضیه کې د یو شمیر تورنو کسانو په اړه راټول شوي ټول اسناد د محکمې قاضي او د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل او هغوی یې د د فرخندې د وژنې عاملین معرفي کړل خو اکثرو تورنو پر هغوی لګول شوي تورنه رد او ځانونه یې بې‌ګناه ګڼل.

فرخنده له نوي کال دوه ورځې مخکې هغه مهال د کابل ښار په شاه‌دوشمشیره زیارت کې د قهرجنو کسانو له‌خوا په ډله‌ایزه توګه لومړی ووهل شوه او بیا یې مړی وسوزول، چې د زیارت د منجاور په ګډون د یو شمیر کسانو له‌خوا ورباندې د قرآنکریم د سوزولو تور ولګول شو.

خو په دې برخه کې د پلټنې ټولو اړوندو ادارو څیړنې ښيي چې فرخندې دا کار نه وو کړی.

XS
SM
MD
LG