د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان قبایل د خیبر پښتونخوا سره یوځای کیدل غواړي


د پاکستان د قبایلي سیمو نه په لسگونو تنو نن په اسلام اباد کې مظاهره وکړه. مظاهره کونکو د قبایلي سیمو نه د انگریز د قانون یعنی د ( ایف سي آر ) د خمتولو او د قبایلي سمیو د پښتونخوا د صوبې سره د یو ځای کیدو غوښتنه کړې.

په دغه مظاهرې کې د عوامي نیشنل گوند صوبایي مشر د افتخار حسین برسیره د نورو سیاسي گوندونو او د مدني حقوقو فعالینو گډون وکړ.

په ټولنیزو رسنیو باندې په پاکستان کې د قبایلو د حقوقو لپاره دغه مبارزه شاوخوا د دریو کلونو راهېسې شروع شویده او اوس دغه مبارزې د عملي مظاهرو بڼه اخیستې.

دغه مظاهره کونکي ولي غواړي چې د خیبر پښتنوخوا سره یوځای شي؟ دغه دوې ته څه گټه لري او د قبایلي سیمو نه د انگریز د وخت د قوانینو د ختمیدو په وړاندې څه مشکلات موجود دي. دا هغه سوالونه دي چې ځواب یې د عوامي نیشنل گوند یو فاله غړي محسن داوړ مونږ ته په دی مرکه کې راکړیدي.

ښاغلی محسن داوړ هم په دغه مظاهرې کې برخه اخیستي. هغه امریکا غږ ته وویل چې غواړي د نورو هیوادوالو سره یو شان حقوق ولري.

د محسن داوړ سره د اشنا راډیو د همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:34 0:00

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG