د لاس رسي وړ اتصالات

فعالینو په پاکستان کې د ځانمرګه حملو ضد فتوې هرکلې کړی


په داسې حال کې چې په پاکستان سخت نړیوال فشار موجود دی چې د ترهگرو سره خپلې اړیکې وشلوي ، د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین په مشرۍ ملایانو گډه فتوی ورکړیده چې ځانمرگه بریدونه حرام دي.

پاکستان دغه فتوی ته د پاکستان د پېغام نوم ورکړیدی.

د یادونې وړ ده چې په تاریخي ډول په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمان په شمول ډیرو دیني مشرانو په افغانستان کې د جهاد او ځانمرگه بریدونو په پلوۍ بیانونه ورکړیدي.

په پاکستان کې د دغه خبر د خپریدو نه وروسته د مدني حقونو فعالینو دغه فتوی ستایلي ده. د پېښور په پوهنتون کې پروفیسرې نورین نصیر امریکا غږ ته وویل "زما په فکر دا فتوی باید ډیره پخوا راغلی وی، دا ډیره مهمه ده چې مذهبي فکر د دولت د پالیسيو سره هم اهنگه وي. زه هیله لرم چې پاکستان به نور د ښه او بدو طالبانو پالیسي هم پریږدي."

نورین نصیر زیاتوي چې د پاکستان د پالیسو د لاسه افغانانو او په پاکستان کې دننه خلکو ډیر تاوانونه گاللي دي، دا فتوی مثبت اقدام دی. هغه زیاتوي "پاکستان په افغانستان کې د خلکو د مذهبي احساساتو نه گټه پورته کړه. خلک یې د جهاد په نوم راوپارول او هلته یې ولیږل. دا ډیره ښه اقدام دی چې اوس د پاکستان حکومت دا فېصله کړې چې مذهبي مشران هم په دغه مسله کې په اعتماد کې واخلي او د ترهگرۍ ضد یوځای ودریږي."

نورین زیاتوي چې زمونږ ټولنه سختدریځه ټولنه ده. پکار ده حکومت په دولتي ودانیو او په خلکو حملې هم د نه بخښنې وړ جنایت وگرځوي.

د ډیلي بیسټ خبریال سمیع یوسفزي امریکا غږ ته وویل "په اوله کې دا د افغانستان د حکومت د ملایانو نه غوښتنه وه چې د ځانمرگه بریدونو په ضد فتوی ورکړي خو هغه کسان چې په افغانستان کې جنگیږي هغوي وایي چې ځانمرگه بریدونه د هغوي یواځینۍ وسیله ده."

یوسفزی وايي چې دغه ملایانو ځانونه د هغو کسانو په هکله غلې نیولی دی چې په افغانستان کې جنگیږي. هغه زیاتوي "ایا دغه ملایان په څرگنده ټکو د افغان طالبانو او د بن لادن د پلویانو په هکله څه ویلي شي. پکار ده دا ډول پیغامونه هغه ځایونو ته هم ورسیږي چې چیرته یې ضرورت دی."

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو په حملو کې شاوخوا پنځوس زره ملکیان وژل شویدي. په پاکستان کې په ٢٠١۴ کال کې په یو ښوونځي په حملې کې ١٥٠ ماشومان وژل شوي و، دغه حمله چې مسولیت یې د طالبانو یوې ډلې په غاړه واخیسته، هم یوه ځانمرگي حمله وه. پاکستاني چارواکو ویلي و چې حمله کونکو د ماشومانو د وژلو نه وروسته په ځان پورې تړلې بمونو ته انفجار ورکړ.

مونا زیب چې دې نیشن ورځپاڼې لیکواله ده وایي چې "دا فتوی به څه خاص اثر ونلري ځکه چې د پېښور په ښوونځي د حملې نه وروسته هم داسې ټول راغونډ شول او د ترهگرۍ په ضد د اقداماتو یوه تگلاره یې جوړه کړه. تر اوسه پورې د پاکستان په پالیسیو کې هیڅ بدلون ندی راغلی."

درخانۍ بي بي چې د خور د ټولنې سره یوه فعاله ده، وایي چې د امریکا د امنیتي مرستو بندیده ښه فیصله ده، دا به پاکستان هم دیته مجبوره کړي چې نور د ترهگرو سره مرستې پریږدي او دا اوسنۍ فتوی هم د دغې یوه بیلگه ده.

د یادوني وړ ده چې پاکستان د ملایانو د ځانمرگه بریدونو په ضد فتوی د امریکا د غه ملک ته د امنیتي مرستو د ځنډولو نه وروسته ورکړیده.

په پاکستان باندې امریکا او افغانستان تورونه لگوي چې د ترهگرو د خپلو گټو په خاطر‎ استعمالوي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG