د لاس رسي وړ اتصالات

موږ له پاکستان سره یو دایمي‌ مشکل لرو- غني 


ولسمشر غني‌ له سي ان ان سره تازه مرکه کړې ده
ولسمشر غني‌ له سي ان ان سره تازه مرکه کړې ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې هېواد یې له پاکستان سره یوه دایمي ‌ستونزه لري.

ښاغلي‌ غني د سي ان ان خبري شبکې سره په خپلې تازه مرکې کې د سولې سربېره په سیمه کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان په اړیکو هم غږیدلی.

هغه په ځانګړي ډول له افغانستان سره د پاکستان په اړیکو رڼا واچوله.

ښاغلي غني وویل: «له پاکستان سره موږ دایمي ستونزه لرو. ځکه چې هلته پناه ځایونه (د طالبانو لپاره) ورکول کیږي. ما له عمران خان سره مثبتې خبرې درلودې، خو د طالبانو له مشرانو سره د هغه له ملاقات وروسته پیغام دا و چې هغه ونه توانیده هر اړخیزاوربند وشي.بنآ، دا اړیکه باید وي.»

افغان حکومت تور لګوي چې پاکستان د طالبانو ننګه کوي او هغوی ته پناه ځایونه برابروي،‌ خو پاکستاني‌ چارواکي دا تورونه ردوي.

په قطر کې د «اسلامي ‌جمهوریت» اوطالبانو ترمنځ د مذاکراتو د خبرو له لومړي پړاو وروسته طالب مشران اسلام اباد ته ولاړل او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره ولیدل.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د مشر ملا غني برادر یوه ویدیو هم راووتله چې د راپورونو په اساس د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په کوم روغتون کې طالب زخمیانو سره ګوري او وینا ورته کوي. افغان حکومت په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.

ولسمشر غني په دغې مرکې کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه وغږېده.

هغه وویل چې افغانستان د منځۍ اسیا یوه برخه ده، ښه روابط ورسره لري او دا اړیکه هره ورځ پراخیږي.

ښاغلي‌ غني د کابل او نوي ‌ډیلي روابط هم مثبت وبلل، خو ویې ویل چې له ایران سره یې اړیکې پر هغه هېواد د بندیزونو تر سیوري لاندې راغلي دي.

هغه وویل چې په ایران کې تر دوو میلیون زیات افغانان اوسیږي او اړیکې باید د دوه اړخیزو ګټو په اساس وي. نوموړي هیله وښوده چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو بیا پېلېدل د افغانستان لپاره هم ښې پایلې ولري.

ولسمشر غني ټېنګار وکړ چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې ډېرو ملګرو ته اړتیا لري خو نباید د نورو ترمنځ‌اختلافات د افغانستان اړیکې خرابې کړي.

XS
SM
MD
LG