د لاس رسي وړ اتصالات

اف بي آی په امریکا کې د لادرکه شوې افغانې نجلۍ لټون کوي


د لادرکه شوي افغانۍ نجلۍ لینا سردارخیل دغه عکس اف بي آی خپور کړی
د لادرکه شوي افغانۍ نجلۍ لینا سردارخیل دغه عکس اف بي آی خپور کړی

د امریکا پولیسو د سه شنبې په ورځ جنوري ۴ (مرغومي ۱۴) ویلي دي د تکساس په سن انتونیو کې د درې کلنې لادرکه شوي افغان نجلۍ د موندلو لپاره د تحقیقاتو فدرالي ادارې FBI یو پلټونکی ټیم هم لاس پکار شوی دی.

لینا سردارخیل د وروستي‌ ځل لپاره د ډسمبر په ۲۰ نیټه له غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخوا کې د سن انټونیو په شمال غرب کې د استوګڼې د یوه کمپلکس د لوبو په میدان کې لیدل شوېده.

د پولیسو مشر ویلیم مک مانوس ویلي دي چې په اوبو کې د اف بي آی دغه ۱۲ کسیز پلټونکی ټیم د دوشنبې په ماښام له واشنګټن ډي سي څخه ورغلی او ټوله سه شنبې یې د نجلۍ د کور شاوخوا اوبه پلټلي دي.

مانوس چې ناهیلی ښکاره کیده وویل:" کاشکې مو کولی شوای چې هیله بښونکی وای. پوهیږم داسې ښکاري چې له یو څه سره ښکیل یو. خو ټول هغه کارونه چې موږ کوو تعقیب دی."

پولیسو ویلي، لینا په وروستي ځل چې لیدل شوې، سرې جامې او تور جاکټ یې اغوستی وو او تور بوټان یې په پوښو وو.

د لادرکه شوي نجلۍ کورنۍ ویلي لینا له خپلې مور سره د لوبو په پارک کې وه او کله چې یې مور د لنډ وخت لپاره لري او بیرته راستنه شوه ویې لیدل چې لور یې نشته.

رسنیو ویلي دي چې مختلفو بنسټونو د لینا سردار خیل د موندلو او په دې اړه د معلوماتو د ورکړې په بدل کې د ۱۵۰ زره ډالرو جایزه هم ایښتې ده.

د نجلۍ پلار ریاض سردارخیل رسنیو ته ویلي چې د تهدیداتو له امله په ۲۰۱۹ کال کې له افغانستان څخه متحده ایالتونو ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG