د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کرونا بیمارانو لپاره د ریمدیسویر کارول تصویب کړل


د امریکا د خوړو او درملو ادارې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) ریمدیسویر د کروناویروس د درملنې لپاره د لومړۍ دوا په توګه تایید کړ.

دغې ادارې په بیړني حالت کې د کرونا ناروغ لپاره د ریمدیسویرکارول د مۍ په میاشت کې تایید کړي ‌و.

دغه دوا د(IV)په نوم د ورید له لارې ناروغ ته په روغتون کې ورکول کیږي او تزریق کیږي.‌

ریمدیسویر لومړي ځل لپاره د ګیلاد د دواسازۍ شرکت لخوا د ایبولا ناروغانو د درملنې لپاره جوړ شوی و.

د امریکا د روغتیا په ملي انسټیټیوټ کې یوې شوې څیړنې ښودلې چې د ریمدیسویر تطبیق کول د کرونا له کبله په روغتون کې د بیمار د بستري کیدلو موده په اوسط ډول له ۱۵ ورځو څخه ۱۰ ته راټیټوي.‌

ریمدیسویر یواځې هغو کسانو ته چې لږ تر لږ ۱۲ کاله عمر او ۴۰ کیلوګرامه وزن ولري او د کرونا له کبله په روغتون کې بستر شوي وي تصویب شوی دی. دغه دوا هغو کسانو ته چې له ۱۲ کلونو څخه کم عمر ولري یواځې په خاصو مواردو کې تطبیق کیدی شي.

د دغه واکسین تر تطبیق کیدو وړاندې د احتمالي جانبي عوارضو مخنیوي لپاره د ګردې او ځیګر معاینات کیږي.

اوسمهال د کرونا د تداوۍ لپاره دغه دوا د نړۍ په ۵۰ نورو هیوادونو کې هم کارول کیږي.

څیړنو همداراز ښودلې ده چې د ډکسامیتازون په شان اسټروویډونه هم کولی شي چې د کرونا له کبله د بیمارانو د مړینې کچه راټیټه کړي.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې همداراز په اضطراري حالت کې د هغو کسانو له وینې څخه د کار اخیستلو اجازه هم ورکړې ده چې د کرونا له بیماري څخه روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG