د لاس رسي وړ اتصالات

کومې بهرنۍ مسلې د امریکا د انتخاباتو پر نتیجو اغیز لري؟ 


د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست په څه کم څلور کلنه واکمنۍ کې د یو شمیر هیوادونو سره د نړیوال زبر ځواک په توګه د متحده ایالاتو د تعامل بدل شو.

ښاغلي ټرمپ د خپل جمهوري ریاست پر وخت د یو شمیر هیوادونو سره د واشنګټن تړونونه فسخه کړل او د امریکا متحده ایالات یې د څو نړیوالو او څو اړخیزو تړونونو څخه پدې دلیل چې په کې ګډون د امریکا په ګټه ندی وویست.

کارپوهان وایي چې په نړیوال ډګر کې د ښاغلي ټرمپ یو شمیر تصمیمونه او کړنې کولای شي د امریکا د نومبر د درېیمې نیتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر نتیجو باندې مهم رول ولري.

په بهر کې د امریکایي ځواکونو شتون

ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتي مبارزو کې تل ژمنه کړې ده چې په بهرنیو هیوادونو کې د امریکا "بې پایه جګړې" ختموي.

تازه جمهور رئیس ټرمپ په یو ټوټیري پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې میشت پاته امریکایي پوځیان دې د روان کال تر پایه متحده ایالاتو ته انتقال شي.

یو شمیر لوړپوړو امریکایي پوځیانو او دپلوماتانو ویلي دي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړه ایستلو لپاره قطعي نیټه ټاکل ښایي د طالبان او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مذاکراتو پرمختګ ورو کړي.

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي دموکرات سیال جو بایدن، ویلي دي چې د افغانستان نه د امریکایي پوځیان ایستل باید مسولانه وي او په وینا یې باید یو شمیر امریکایي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره په هغه هیواد کې پاته شي.

ښاغلی ټرمپ همداشان د جرمني نه د زرګونو امریکایي سرتیرو د ایستلو غوښتنه کړې ده. د جرمني نه ددغو ځواکونو د ایستلو د طرحې جوړول او پلي کول میلیاردونه ډالر لګښت لري او څو کاله وخت نیسي.

ښاغلي ټرمپ همداشان په جنوبي کوریا کې د ۲۸ زره امریکایي ځواکونو شتون ته په اشارې ویلي دي چې د امریکا متحدین په هغه اندازه چې امریکا د هغوی سره شراکت لري، هغوی دومره ونډه نه اخلي.

د کروناویروس وبا

د کروناویروس د وبا پراخیدل چې د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه ستره بشري بیه ادا کړې ددې سبب شوه چې ښاغلی ټرمپ ملامتي د روغتیا په نړیوال سازمان واچوي او پدې سازمان کې د امریکا غړیتوب ختم کړي.

کروناویروس چې د چهارشنبې د ورځې اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) پورې په امریکا کې پرې څه دپاسه اته میلیونه او ۲۷۵ زره کسان اخته شوي او څه دپاسه ۲۲۱ زره کسان یې وژلي د امریکا د جمهوري ریاست د کاندیدانو د مناظرو د تودو بحثونو څخه دی.

ښاغلي ټرمپ چې د خپلو دموکرات سیالانو له خوا د کروناویروس د کړکیچ په وجه تر نیوکو لاندې دی ژمنه کړې ده چې د امریکا د انتخاباتو دمخه به ددې ویروس واکسین ولس ته وړاندې کړي.

د نړیوالو لویو ځواکونو سیالي

د روسیې بیرته رامنځ ته کیدل او د نړیوال قدرت په توګه د چین لوړیدل د سړې جګړې وروسته د امریکا د بهرني سیاست یوه مهمه موضوع ده چې د نړیوال زبر ځواک په توګه پیژندل کیږي.

که څه هم چې د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې مداهله تائید کړې، جمهور رئیس ټرمپ هڅه کړې او په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته د انعام ورکولو ملامته کړې، خو ښاغلي ټرمپ د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره خپلې اړیکې ساتلي دي.

ښاغلي بایدن ویلي دي چې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې او یا بل کوم هیواد هر ډول مداخلې په وړاندې به د جمهور رئیس په توګه قاطعانه عمل وکړي.

پدې وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه د کروناویروس د وبا وروسته چین هم د جمهور رئیس ټرمپ د انتقادونو په سر کې دی.

ښاغلي ټرکپ د کروناویروس "چینایي ویروس" ګڼلی پر چینایي کالیو باندې یې تعرفې لوړي کړي او د چین پر ضد یې د سایبري امنیت لپاره اقدامات نیولي دي.

خو د امریکا د انتخاباتو ګټونکی که دونالد ټرمپ وي او که جو بایدن د واشنګټن او بیجینګ اړیکې به په راتلونکو څلورو کلونو کې پرته له کړکیچ نه وي.

تړونونه او متحدین

دونالد ټرمپ، په ۲۰۱۸ کال کې د ایران او پنځو نړیوالو ځواکونو او جرمني ترمنځ د اټومي تړون څخه ووت، هغه اقدام چې د اسرائیل او سعودي عربستان د ۍ خو د یو شمیر نورو متحدینو د خفګان سبب شو.

د ښاغلي ټرمپ په باور دغه موافقه چې په ۲۰۱۵ کې د باراک اوباما د حکومت پر وخت لاس لیک شوه "ډیره بده معامله" وه.

خو د ښاغلي بایډن د بریالیتوب په صورت کې چې ددې تړون د لاس لیک پر وخت د امریکا مرستیال جمهور رئیس و ښایي هغه به د امریکا له متحدینو سره تعامل وکړي چې د ښاغلي ټرمپ له تصمیم سره یې مخالفت درلودلی دی.

د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت پر وخت د امریکا او اروپایي ټولنې او ناټو اړیکې هم لوړې ژورې درلوې. ښاغلي ټرمپ د ناټو پر غړو فشار راوړ چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.

بر عکس، جو بایدن ویلي دي چې د بریالیتوب په صورت کې به د امریکا د متحده ایالاتو د اوږدمهاله متحدینو پر وړاندې تر ډیره سوله ییز او پخلاکیدونکی چلند غوره کړي.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان هڅه وکړ چې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام جنجال حل کړي او یو ستر سیاسي میراث پریږدي، خو د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون سره د څو ځلي لیدنو نتیجو دومره څرګندې نتیجې نه درلودې.

خو ددې سره سره زیات شمیر امریکایي رای ورکوونکي داخلي موضوعګانې لکه د کروناویروس وبا، اقتصاد، دندې، روغتیایي بیمې، نژادي توپیر او یو لړ نورو کورنیو مسایلو ته زیاته پاملرنه کوي.

XS
SM
MD
LG