د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې سږکال ۱۰۷۸ نجونې له دولسم ټولگي فارغې شوي دي


په ښوونځیو کې د نويو شامل شویو نجونو اوسنی شمیر د تیرو کلونو په پرتله ۴۵ سلنه ډیر شوی دی.
په ښوونځیو کې د نويو شامل شویو نجونو اوسنی شمیر د تیرو کلونو په پرتله ۴۵ سلنه ډیر شوی دی.

د هلمند د پوهنې رياست وايي چې د لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ له ۱۹ ښوونځيو څخه ۱۰۷۸ زده کوونکې فارغ شوي دي.

دغه زده کوونکې يوازې د د مرکز لښکرگاه او گرشک ولسوالۍ د نجونو له ښوونځیو څخه فارغې شوي دي او ددې ولایت په پاتې ۱۲ ولسوالیو کې ښځينه زده کوونکې نشته.

د هلمند پوهنې رئيس داود شاه صفاري وايي په نورو ولسوالیو کې ښوونځي شته خو کورنۍ زړه نه ښه کوي چې نجونې ښوونځیو ته وليږي. د هغه په وینا عوامل یې ناامني، د عامه پوهاوي نشتوالی، د ښځینه ښوونکو نشتون او داسې نورې ننګونې دي چي ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نیسي.

د هلمند د ګرشک ولسوالي د نورو ولسوالیو په پرتله د نجونو د زده کړو لپاره امن‌ځای دی او پدې ولسوالۍ کې د منځنۍ او عالي دورې دوه ښوونځي شته چې ۶۵۰۰ زده کوونکې پکښې زده کړې کوي.

د ګرشک د فاطمه الزهرا ښوونځی زده کوونکې نګينه د امريکا غږ ته وويل چې نجونې د ټولو ستونزو سره سره ښوونځیو ته ځی، خو په لارو کې ورته ځوانان مزاحمت ایجادوي او له بلې خوا ډيرې کورنۍ خپلې نجوني تر وخت مخکې ودوي چې دا کار هم د هغوی د زده کړو په وړاندې خنډ کیږي.

د گرشک ولسوالۍ د لوی ادې د ښوونځی یوې بلې فارغې نازيه د امريکا غږ ته وويل، غواړم ژورناليزم برخه کې زده کړي وکړم، خو کېدای شي کورنۍ راته اجازه رانکړي. هغه وایي "که څه هم امنيتي شرايط ښه نه وه او کور مو له ښوونځي څخه ليري و خو ډيره خوشحاله یم چې خپلې زده کړي مې بشپړي کړي."

په هلمند کې له ښوونځیو څخه د نجونو فراغت
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

ګرشک تر مرکز لښکرګاه وروسته يوازينی ولسوالۍ ده چې د ښځينه وو دپاره د ښوونځی او نيمه عالي تحصيلاتو پنځه دولتي‌ او خصوصي مرکزونه لري. ددې ولسوالۍ څلورو خواو ته د جګړې لومړی کرښې دي، خو نجونې بیا هم له زده کړو پاتي نه دي.

که څه هم په تيرو کلونو کې د طالبانو په سيمه کې ښوونځی ته د نجونو او هلکانو تګ ناشونی وو، خو د مسؤلينو په وينا اوسمهال کومه جدي ستونزه نشته او تر ډېره په هغه سیميو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي دغه ستونزې هوارې‌ شوي دي.

مسؤلين وايي په ښوونځیو کې د نويو شامل شویو نجونو اوسنی شمیر تیرو کلونو په پرتله ۴۵ سلنه ډیر شوی دی. تير کال په هلمند کې ۶۰۰ سوه نجونې له دوولسم ټولګيو فارغ شوې وې، خو سږ کال دغه شمیره ۱۰۷۸ ته لوړه شوې ده.

د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې ۴۲۲ ښوونځي شته چې ۳۴۶ یې فعاله دي. ددې ډلې څخه ‌۱۹ یې د نجونو ښوونځي دي. سږکال ۴۰۰۰ نارينه او ښځینه زده کوونکي له ١٢ ټولګيو څخه فارغ شوي دي.

د پوهنې رياست مسؤلين وایي اوسمهال ددې ولايت په يادو دوو ولسواليو کې په ١٩ ځانگړو او د نورو ښوونځیو په ابتدائیه دورې کې په مشترکو صنفونو کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ ښځينه زده کوونکي زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG