د لاس رسي وړ اتصالات

سیرا لیون کې د تیلو د یو ټانکر د چاودنې له کبله ۹۱ کسان مړه شوي 


د سیرا لیون نقشه
د سیرا لیون نقشه

په سیرا لیون کې د تیلو یو ټانکر له چپه کېدو او چاودنې له کبله لږ تر لږه ۹۱ کسان مړه شوي دي.

پېښه تېره ورځ نومبر شپږمه (لړم۱۴)د «فري ټاون» په سیمه کې شوې ده. ټانکر له چاودنې وروسته اور اخیستی دی.

د دغه بندري ښارګوټي ښاروالې ایوان آکې ساویر وویل چې په مړو کې هغه کسان شامل دي چې له پېښې وروسته سیمې ته تللي وو چې تیل ټول کړي.

په سیرا لیون کې د طبعي پېښې سره د مبارزې د ملي ادارې مشر بریما بوري سیسای په یوې ویدیو کې چې انلاین خپره شوې، وايي: «موږ ته ډېر تلفات رسېدلي، ډېر سوځېدلي‌ جسدونه. دا ډېره خطرناکه پېښه وه.»

په انلاین خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کیږي چې یو شمېر سوځېدلي انسانان په سړکونو کې پراته دي او ورڅیرمه کورونو او هټیو اور اخیستی دی. رویټرز خبري اژانس وايي چې دا تصویرونه نشي تائیدولای.

د بندري ښارګوټي ښاروالې ویلي دي چې لا د تلفاتو او زیانونو پوره اندازه نشي کېدای. وايي پولیس سیمې ته تللي چې حالت کنترول کړي.

د سیرالیون ولسمشر جولیز مادا بایو په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د وژل شویو او زخمیانو له کورنیو سره ژوره خواشیني څرګندوم. زما حکومت به د اغیزمنو خلکو سره د مرستې لپاره هر څه چې کولای شي، وبه یې کړي.»

حکومت لا د تلفاتو دقیق ارقام اعلان کړي نه دي.

XS
SM
MD
LG