د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا وايي د فوټبال د نړیوال جام مهالویش دې بدل شي


د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ویلي دي چې د ٢٠٢٢ کال د نړیوال جام سیالۍ چې په په قطر کې کیږي، باید د نومبر او دسمبر د میاشتو په آخرو ورځو کې وشي.

د فیفا کمیټې ویلي دي چې دغه نیټې تر ټولو غوره وخت دی ځکه چې پدې سره به دا لوبې د سپورت د نورو نړیوالو سیالیو سره په ټکر کې رانشي او بله دا چې د مې او سپټمبر په میاشتو کې د قطر د سختې ګرمۍ نه هم لوبغاړي وساتل شي.

د فیفا بله غوښتنه دا ده چې د سیالیو وخت دې راکم شي. د آسیا د فوټبال د فدارسیون مشر شیخ سلمان بن ابراهیم ال خلیفه وایي، ښایي چې د مهال ویش وخت به ډیر لږ کم شي.

" مونږ ته د نومبر او ډسمبر د میاشتو وړاندیز شوی، خو حالاتو ته په کتو سره به پریکړې کوو. که مونږ هر ډول پریکړې وکړو، بیا هم هم ځیني خلک اندیښنې ولري. مګر مونږ کوښښ کوو چې د ټولو ګټې په نظر کې وساتو. "

ښاغلی ال خلیفه زیاتويچې " دا ځل به په سیالیو کې دوه دیرش لوبډلې لوبه کوي او که چیرته د ورځو د کمیدو خبره شي، نو ښایي چې د سیالیو موده به یوازې یو څو ورځې لنډه شي. "

د فیفا کمیټه راتلونکې اوونۍ غونډه کوي او ښایي چې پدې موضوع به هم خبرې وکړي او دا وړاندیزونه به ومني.

په عنعنوي توګه د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ د جون او جولای په میاشت کې کیږي چې په قطر کې پدغو میاشتو کې د تودوخي درجه څلویښت درجې د سانتې ګراد وي.

فیفا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د نومبر او ډسمبر د نیټې سره د فوټبال شپږ غټ سیمه ایز فدراسیونونه هم موافق دي او یوازې د اروپایي ټولنې د فوټبال لیګ ورسره مخالفت لري ځکه چې دا سیالي د هغوي د مهال ویش سره په ټکر کې راځي.

د فوټبال د نړیوال جام راتلونکي سیالۍ په ٢٠١٨ کال کې په روسیه کې کیږي.

XS
SM
MD
LG