د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې په ۲۰۳۱ کال کې د ښځو د فوټبال نړیوالې سیالۍ په متحدو ایالتونو کې کیږي.
ښاغلي ټرمپ سه شنبه په ورځ [نومبر ۲۴مه] په ټروت سوشل ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې د متحدو ایالتونو پرته د نړۍ بل هېڅ یو هېواد په " غوره موقف" کې ندی چې د مېرمنو د ورزش د دې تر ټولو سترې سیالۍ کوربه توب وکړي.
جمهور رئیس ټرمپ پخپلې لیکنې کې د فیفا د ۲۰۲۶ کال د سړیو د فوټبال نړیوالو سیالیو ته اشاره کړې چې متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو یې په ګډه کوربه توب وکړ.
ټرمپ زیاته کړه: "په تاریخ کې د ښځو د تر ټولو لویې ورزشي سیالۍ د کوربه توب لپاره له متحدو ایالتونو پرته بل هېڅ هېواد غوره موقعیت نه لري."
د متحدو ایالتونو ولسمشر لیکلي چې د مېرمنو د فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربه توب به د امریکا لپاره اوږدمهالې اقتصادي ګټې ولري او په ټولې امریکا او نړۍ کې به د لوبو د غوړیدو لامل شي.
جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه د فوټبال د نړیوال فدارسیون (فیفا) د مشر ګیاني انفنیتو او د هغه د همکارانو څخه مننه کړې چې په متحدو ایالتونو کې یې د ۲۰۳۱ د فوټبال د نړیوالو سیالیو د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.
د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي چې د متحده ایالاتو تر څنګ به دا سیالۍ په مکسیکو، کاستاریکا او جمیکا کې وشي.
دا به لومړی ځل وی چې څلور هیوادونه ددې تاریخي سیالیو کوربه توب کوي.
فورم \ دبحث خونه