د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام ته د تیاري په لړ کې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د دوشنبې په ورځ (جون لومړۍ ) د متحدو ایالتونو د ټکساس ایالت په ډالاس ښار کې د جام د لوبو د خپرونو نړیوال مرکز پرانیست.
په دې مرکز کې چې د ډالاس ښار د «کې بېلي هچیسن» د غونډو په ستر تالار کې پرانیستل شوی، په سلګونو مونیټورونه فعال شوي دي. د پرانیستنې په مراسمو کې د فیفا مشر جیاني اینفانټینو هم ګډون کړی و.
د نړۍ په بیلا بیلو هېوادونو کې د نړیوال جام د لوبو خپرونې به له همدې مرکز څخه تنظیمیږي. دا مرکز به د لوبو د ویډیویي ارزونو ترڅنګ په متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو کې له ۱۶ لوبغالو څخه ویډیويي خپرونې کنټرولوي.
د نړیوال جام د تلویزیوني، راډیويي او ډیجیټلي خپرونو دا مرکز ۴۵ زره متر مربع پراخوالی لری او دوه زره کسان پکې په کار ګمارل شوي دي.
متحده ایالتونه له کاناډا او مکسیکو سره په ګډه د سږکال د نړیوال جام کوربه توب کوي. د جام رسمي لوبې د جون په ۱۱مه پیلیږي او د جولای تر ۱۹مې دوام کوي.
متحدو ایالتونو له دې وړاندې په ۱۹۹۴ کال کې د فوټبال د نړیوال جام کوبه توب کړی و. د هغه جام د لوبو د خپرونو مرکز هم په ډالاس کې پرانیستل شوی و.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام نهه لوبې په شمالي ټکساس کې کیږي او لومړی لوبه به د جون په ۱۴مه د ارلینګټن په ډالاس لوبغالي کې د هالنډ او جاپان ترمنځ وي.
فورم \ دبحث خونه