برونو فرناندز، د پرتګال د ملي لوبډلې او د مانچسټر یونایټډ مخکښ لوبغاړي، په ۲۰۲۵–۲۰۲۶ پریمیر لیګ کې د خپلې ځلانده لوبی له امله د مسلکي فوټبالرانو د ټولنې (PFA) د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
فرناندز چې د مانچسټر یونایټډ لوبډلې کپتان هم دی او له ۲۰۲۰ کال راهیسې د دې لوبډلې لپاره لوبېږي، په تېرو لوبو کې ۹ ګولونه وهلي دي.
خدیجه شاو، د مانچسټر سیټي مخکښه لوبغاړې چې په ۲۱ ګولونو سره د ښځینه سوپر لیګ تر ټولو ډېره ګول وهونکې لوبغاړې وه، د دویم ځل لپاره د ښځینه وو د کال غوره لوبغاړې وټاکل شوه. نوموړې تر دې مخکې په ۲۰۲۴ کال کې هم دغه جایزه ګټلې وه.
فرناندز دویم پرتګالی لوبغاړی دی چې دغه جایزه یې ګټلې ده. تر هغه وړاندې کریستیانو رونالډو په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې دوه ځله پرلهپسې دغه جایزه ګټلې وه.
فرناندز د مانچسټر یونایټډ لپاره ۱۱۰ ګولونه وهلي او ۱۰۶ پاسونه یې د ګول لپاره برابر کړي دي. هغه یوازې په ۳۱۴ لوبو کې د ۲۰۰ ګولونو (ګولونو او ګول پاسونو) ریکارډ ټبنګ کړی دی او له وین روني وروسته، چې په ۲۹۵ لوبو کې یې ریکارډ ټینګ کړی، د مانچسټر یونایټډ دویم لوبغاړی دی چې د پریمیر لیګ په دوره کې په دومره کم شمیر لوبو کې دا لاسته راوړنې درلودلې دي.
د برونو فرناندز د بریا له امله، مانچسټر یونایټډ اوس په انګلستان او وېلز کې یوازینی مسلکي فوټبال کلب دی چې د مسلکي لوبغاړو د ټولنې د نارینه وو د کال غوره لوبغاړي جایزه یې تر بل هر کلب ډېره ګټلې ده.
فورم \ دبحث خونه