د لاس رسي وړ اتصالات

د سروزرو یو توپ، خو درې مخکښ کاندیدان


لیونل میسی، کرسټیانو رونالډو او نیمار د ۲۳ لوبغاړو له ډلې دغه جایزې ته غوره کړل شوي دي.
لیونل میسی، کرسټیانو رونالډو او نیمار د ۲۳ لوبغاړو له ډلې دغه جایزې ته غوره کړل شوي دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د کال د غوره گول وهونکو وروستی نوملړ خپور کړ.

د برسلونا لیونل میسي، نیمار او د ریل ماډریډ کرسټیانو رونالډو د فیفا د کال د غوره ګول وهوونکي د جایزې په ترلاسه کولو کې له یوبل سره سیالي کوي. ګټوونکي ته به د سرو زرو یو توپ ورکړل شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي غوره لوبغاړی به د خلکو د رایو له لاري ټاکل کیږي او د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت کې به اعلانیږي.

لیونل میسي

لیونل میسي د ارجنټاین د لوبډلې کپټان دی، خو د هسپانیا د بارسلونا لوبډلې مخکښ وهونکی دی. میسي ۲۷ کلن دی.

نوموړي د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې د بارسلونا لپاره ۴۸ ګولونه کړي دي؛ ده څلور وارې په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د سرو زرو دغه توپ ګټلی دی.

کرسټیانو رونالډو

د پرتګال د ملي ټیم کپټان او د ریل ماډرید ۳۰ کلن لوبغاړی کرسټیانو رونالډو درې وارې په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د سرو دغه توپ ګټلی و. رونالډو په روان کال کې تر میسي یو څه کم ګولونه وهلي دي. ده ویلي چې فکر نکوي چې سږکال به د سرو زرو دغه توپ وګټي.

نیمار

د برازیل د ملي لوبډلې یرغلګر یا مهاجم لوبغاړی نیمار په لومړي ځل د فیفا د سرو زرو د توپ د ګټونکو په دریو کاندیدانو کې راغلی دی.

نیمار د بارسلونا په لوبډلې کې د میسي سره یوځای لوبه کوي او فارورډ یا مهاجم دی. نیمار په ۱۸ کلنۍ کې نړیوالې لوبې پیل کړي او تر اوسه یې ۲۴۹ ګولونه وهلي دي چې ۴۶ يې د برازیل، ۶۷ يې د بارسلونا او ۱۳۶ نور ګولونه یې بیا د خپل یو بل ګلپ سانتوز لپاره وهلي دي.

د فوټبال د چارو کارپوهان وايي چې نیمار لا هم ځوان دی او د رونالډو او میسي عمر ته چې رسیږي، ښايي ډېر نور ریګارډونه هم جوړ کړي.

د فوټبال د سرو زرو د دغه توپ ګټونکي د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۱ نېټه د سویزرلېنډ د زوریخ په ښار کې اعلانیږي.

لیونل میسی، کرسټیانو رونالډو او نیمار د ۲۳ لوبغاړو له ډلې دغه جایزې ته غوره کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG