د جورجیا ایالت د فایتویل په ښار کې د ارتر ایم. بلینک د فوټبال ملي روزنیز مرکز تازه پرانیستل شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې په متحدو ایالتونو کې په ملي کچه د لوبغاړو د تمرینونو لپاره په دې اندازه یو مرکزي او دایمي مرکز پرانیستل کیږي.
د فوټبال نړیوال جام کوربه توب په امریکا کې ددغه لوبې د غوړېدو لپاره هڅې پیاوړې کړي دي.
د ارتر ایم. بلینک روزنیز مرکز عمومي مدیر ټام نورټن وایي چې دا مرکز د لوبغاړو د ودې او پرمختګ په همغږۍ کې مرسته کوي، ځکه چې ډیر ستر دی او ګڼې لوبډلې کولی شي په یو وخت کې پکې روزنه ترسره کړي.
ښاغلي نورټن وویل: "ددې اغېزه له وړاندې ښکاره شوې ده. د نارینه وو ملي لوبډلې خپل سفر او فعالیت دلته پیل کړ او خورا ښه تجربه یې ترلاسه کړه."
ټاکل شوې ده چې د ملي لوبډلې لوبغاړي له جام وروسته د تمرینونو لپاره دغه مرکز ته راستانه شي.
ددغه مرکز مسئولین وايي چې د امریکا د ښځو د ملي لوبډلې غړي به هم نړیوال جام ته د غوراوي د سیالیو لپاره خپل چمتووالی له همدې ځایه پیل کړي.
مسئولین وايي، دې مرکز د امریکا د فوټبال ادارې ته دا فرصت برابر کړی چې خپلې ټولې چارې او فعالیتونه تر یو چتر لاندې راټول کړي، او وکولی شي په هېواد کې د فوټبال لوبه بلې لوړې کچې ته ورسوي.
د امریکا د فوټبال د عملیاتي چارو مسئول ډان هیلفریچ وایي چې د نړیوال جام کوربه توب او په دې جام کې د متحدو ایالتونو د لوبډلې سفر اغېزناک و او په هېواد کې یې د دې لوبې لپاره لوړې موخې او هیلې پر ځای پرې ایښي دي.
ډان هیلفریچ وویل: "زموږ د نارینه وو ملي لوبډلې همدا روحیه دلته په اتلانتا کې په دغه ډګر کې وښودله. هغوی مخکې له دې چې لویدیځ ساحل ته لاړ شي، دلته تمرین وکړ، او ټولنې ته دا فرصت په لاس ورغی چې د دوی له حضور څخه تجربه ترلاسه کړي."
هیلفریچ وايي، دغه بهیر له ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره د فوټبال د پیل کولو او لوړو اهدافو ته د رسېدو انګېزه پیاوړې کړې ده، خو ټینګار کوي چې ډیر همغږۍ ته اړتیا شته.
هغه زیاته کړه: "د مسلکي لیګونو څخه نیولې، د ځوانانو تر کلبونو او په ملي کچه د ورزشي پروګرامونو ترمنځ یوې ګډې ژبې، لیدلوري او معیارونو رامنځته کولو ته اړتیا لرو ترڅو د سیالیو او پرمختګ لپاره یوه داسې ګډه تګلاره خپله کړو چې په ټولو ښارګوټو، ښارونو او ایالتونو کې یو شان وي. "
امریکايي چارواکي وايي د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب په نړیواله کچه د امریکا دا وړتیا وښوده چې کولی شي په بریالیتوب سره د نړیوالو سترو غونډو او سیالیو کوربتوب وکړي.
فورم \ دبحث خونه