په داسې حال کې چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د لوبو پیل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، ددغو لوبو جام د سه شنبې په ورځ (جون ۲) د نیویارک ښار د طبیعي تاریخ په موزیم کې نندارې ته وړاندې شو.
په دې مراسمو کې د نیویارک ښاروال زهران ممداني او د جرمني د فوټبال د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي باستیان شواینشتایګر برخه لرله.
شواینشتایګر وویل: "ددې جام ګټل اسانه نه دي...تاسو د یو لوبغاړي په توګه دومره چانس نلرئ چې دا وګټئ او پورته یې کړئ. نو زه فکر کوم د هر هغه چا لپاره چې کله هم دا جام پورته کړي، واقعا غواړي چې دا تکرار کړي او بیا یې وګټي."
شواینشتایګر د جرمني ملي لوبډلې لپاره ۱۲۱ نړیوالې لوبې ترسره کړي او له خپلې لوبډلې سره یې د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته ماتې ورکړه.
د فوټبال دغه پخوانی ستوری چې له دریو کلونو راهیسې د امریکا په شیکاګو ښار کې ژوند کوي، وايي پوهېږي چې د امریکا لپاره د دې ډول سپورتي سیالیو کوربه توب څه معنی لري او زیاتوي چې د جام دا لوبې به د ډیرو په زړه پورې شیبو ډک وي او ورته سترګې په لار دی.
په نیویارک ښار کې د فوټبال مینهوال، د رسنیو کارکوونکي او د ښوونځیو زدهکوونکي راټول شوي وو ترڅو دا جام له نږدې وګوري.
د نیویارک ښاروال زهران ممداني وویل چې نیویارک د دې جام هرکلي او کوربه توب ته بشپړ چمتو دی.
ټاکل شوې چې د نیویارک - نیوجرسي سیمه د جون له ۱۳ څخه د جولای تر ۱۹ پورې د نړیوال جام د اته لوبو کوربه توب وکړي او پایلوبه هم د جولای په ۱۹مه، نیویارک ښارا ته څېرمه د نیوجرسي په میټ لایف لوبغالي کي کیږي.
متحده ایالتونه له کاناډا او مکسیکو سره په ګډه ددې جام کوربه توب کوي. دا لوبې د جون له ۱۱مې څخه د جولای تر ۱۹مې دوام کوي. د ډیری هېوادونو لوبډلې له وړاندې امریکا ته رارسېدلي او په تمرینونو یې پیل کړی دی.
د جون په ۱۱مه د نړیوال جام د لوبو د پیل لپاره د امریکا په ۱۱ بیلابیلو ښارونو کې تیاری نیول شوی دی.
بل خوا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې د کابینې په غونډه کې وویل چې د ټکټونو پلور ته په کتو د سږکال نړیوال جام به د فوټبال د تاریخ ترټولو بریالی نړیوال جام وي.
ولسمشر ټرمپ وویل: "ما او ډېرو خلکو اصلا فکر نه کاوه چې داسې څه به وویني. دغه اوسني حالت او د نړیوال جام تاریخ ته په کتو، دا تر ټولو بریالی نړیوال جام ثابت شوی. "
د فوټبال نړیوال فدراسیون د شمېرو له مخې، د اپریل تر ۲۰مې پورې د نړیوال جام د لوبو دپاره له پنځو میلیونو زیات ټکټونه پلورل شوي دي.
د ټکټونو دپاره د غوښتې د زیاتوالي له کبله ددغو ټکټونو قیمتونه له سلګونو څخه تر زرګونو ډالرو رسیدلی چې او د فوټبال مینه وال یې اندېښمن کړي دي چې د پیرلو توان به یې ونلري.
د ګډ کوربه په توګه د متحدو ایالتونو ملي لوبډله په اوتومات ډول نړیوال جام ته لار موندلې او په “ډي ګروپ” کې د پاراګوای، اسټرالیا او ترکیې ترڅنګ ځای پر ځای شوې ده.
امریکا به خپله لومړنۍ ګروپي لوبه د جون په ۱۲مه د پاراګوای پر وړاندې د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار کې ترسره کړي. وروسته به د جون په ۱۹مه په سیاتل کې د اسټرالیا او د جون په ۲۵مه بیا په لاس انجلس کې د ترکیې پر وړاندې ولوبېږي.
د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام کې ۴۸ لوبډلې برخه اخلي. له ټولو ۱۰۴ لوبو څخه ۷۸ به یې د امریکا په ۱۱ بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.
فورم \ دبحث خونه